ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خيبر ايجنسۍ کې يو افغان ديني عالم وژل شوى

په خيبر ايجنسۍ کې يو افغان ديني عالم وژل شوى

author avatar
19 Feb 2016 - 12:27
په خيبر ايجنسۍ کې يو افغان ديني عالم وژل شوى
author avatar
19 Feb 2016 - 12:27

کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٤) : ناپېژاندو وسله والو د ډيورنډ کرښې پورې غاړه خيبر ايجنسۍ کې يو ديني عالم وژلى دى.

پاکستانيو رسنيو د سلواغې په ٣٠مه، خبر ورکړى  چې دا پېښه نن سهار د خيبر ايجنسۍ د لواړګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې ناپېژاندو وسله والو پر يوه افغان ديني عالم مولوي عبدالحليم ډزې کړي او هغه يې وژلى دى .

راپورونه وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته تښتېدلې دي او تر اوسه د وژل شوي افغان ديني عالم د وژنې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.

د يادونې ده چې تېره مياشت د خيبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ديوې چاودنې له امله يو افغان ديني عالم قاري صلاح  الدين ټپي شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.