ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان اوس هم له کړاو او درده ډک ژوند تېروي

د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان اوس هم له کړاو او درده ډک ژوند تېروي

author avatar
20 Feb 2016 - 12:20
د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان اوس هم له کړاو او درده ډک ژوند تېروي
author avatar
20 Feb 2016 - 12:20

کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د کندهار ښار د يوې چاودنې قربانيان وايي، د شاوخوا شپږو کلونو له تېرېدو وروسته يې هم ژوند له دردونو او کړاوونو ډک دى؛ ځکه چاودنې ورڅخه د خپلو کورنيو غړي بېل کړل او د هغوى روزګار يې زيانمن کړ.

هغوى ګيله کوي چې له هماغې پېښې وروسته هېر کړاى شوي دي؛ ځکه نه يې بيا دولت په حال ځان خبر کړى او نه هم نورو مرستندويه ادارو ورسره کومه مرسته کړې ده.

دغه چاودنه چې تر ټولو قوي او درنه يادېږي، د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي په ٤مه د کندهار ښار اړوند په شپږمه ناحيه کې د احمدشاهي لوبغالي پر سړک سپوږمۍ سالون ته څېرمه شوې وه.

د مازدا موټر په وسیله دغې چاودنې تر ٤٠ ډېر عام وګړي ووژل او تر ٦٥ ډېر يې ټپيان کړل او دغه راز لسګونه دوکانونه او کورونه يې ويجاړ کړل.

سپين ږيري عبدالکريم د دې پېښې يو قرباني دى، چې په دې سيمه کې يې د خوراکي توکو دوکان درلود او له خپلو ٦ زامنو سره يو ځاى يې په کې کار کاوو.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغې پېښې يې مشر زوى- چې تر ټولو لويه تکيه يې وه- ورڅخه د تل لپاره جلا کړ او پنځه نور زامن يې ټپيان شول.

دى د یادې پېښې کيسه کوي او وايي: ((د روژې څلورمه وه، په هغه ورځ تر نورو ورځو ګرمي ډېره وه، تر اوږده انتظار وروسته د روژه ماتې وخت را رسېدلى و، پر دوکانونو د خلکو ګڼه ګوڼه وه، چا روژه ماتى کاوه، څوک د ماښام په لمانځه ولاړ وو چې ناڅاپه يوې ډېرې زوروې چاودنې هر څه په بل مخ واړول.))

هغه زياته کړه، د ده عادت و چې روژه ماتى به يې په کور کې کاوه او دوکان به يې خپلو زامنو ته پرېښود، په هماغه ورځ هم روژه ماتي ته څو دقيقې پاتې وې، چې يو څه خوراکي توکي او مېوه يې ورسره واخيسته او د کور په خوا روان شو، خو د کور دروازې ته لا نه و رسېدلى چې د يوې ډېرې زورورې چاودنې غږ يې واورېد.

د ده په خبره، سملاسي يې ټيلېفون ته لاس کړ، څو د خپلو اولادونو حال واخلي، خو ټیلېفون ځواب نه وايه، اندېښنه يې نوره هم ډېره شوه او پرته له دې چې کور ته لاړ شي، بېرته د دوکان په خوا روان شو.

عبدالکريم وايي: ((کله چې له فرعي کوڅې عمومي واټ ته داخل شوم نو هېڅ تصور مې نه کاوه ، چې د ژوند د څو دقيقو مخکې رنګيني دې په يوه لحظه کې تس نس شوې وې، لکه يوه زوروره زلزله چې شوې وې، هر څه وران ويجاړ شوي وو.))

دغه سپين ږېرى پلار څو شېبې غلى شو، په سترګو کې يې اوښکې وځلېدې او وروسته يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ، هر چا د خپلو شهيدانو او ټپيانو لټون کاوه، ځيني يو مخ ورک شوي وو، د چا نيم بدن نه و، د چا لاس او پښه نه وه او څوک تر دېوالونو او خاورو لاندې شوي وو.

ده زياته کړه: ((خپل پنځه زامن مې په ټپي حالت کې داسې وموندل چې د پېژندلو نه وو، هغوى مو د خلکو په مرسته تر روغتونه ورسول، خو د مشر زوى جسد مې په دويمه ورځ وموند چې د ګڼو نورو کسانو په څېر تر دېوال لاندې شوى و او ساه يې ورکړې وه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.