ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو باميانی تنکى ځوان غواړي له کچالو نه برېښنا توليد کړي

يو باميانی تنکى ځوان غواړي له کچالو نه برېښنا توليد کړي

author avatar
20 Feb 2016 - 16:05
يو باميانی تنکى ځوان غواړي له کچالو نه برېښنا توليد کړي
author avatar
20 Feb 2016 - 16:05

باميان (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): يو بامياني نوښتګر ځوان له کچالو نه د برېښنا د توليد پر طرحه کار کوي، څو د کورونو په روښانولو کې ترې کار واخلي.

دا نوښتګر ځوان حسين داد نومېږي او د باميانو د شيبر ولسوالۍ د سبزاب کالو سيمې اوسېدونکى دى.

هغه چې ١٦ کاله عمر لري، د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکى دى او پخوا يې هم د ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتونه کړي دي، خو دا ځل يې هوډ کړى چې له کچالو نه د برېښنا انرژي توليد کړي.

هغه زياته کړه، دا طرحه چې په لومړنۍ کچه يې پرې کار کړى، د برېښنا توليد د کمزوري جريان وړتيا لري، خو د پراختيا لپاره يې بايد بېلابېل ازمايښتونه وشي، څو دا طرحه عملي او د استفادې وړ وګرځي.

حسين داد زياته کړه چې له کچالو نه د برېښنا د توليد طرحې دا فکر ورکړى چې د تودو اوبو د چينو له بړاس او ثابتو اوبو نه په درواني بڼه له کوم لګښت پرته تر لاس لاندې ونيسي.

دغه نوښټګر ځوان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې پژواک ته وويل چې دا طرحې ېې له کوم ځايه نه دي زده کړې، خو توانېدلى چې د ځينې انټرنيټي توکو او وسايلو له ليدو او مطالعې الهام واخلي.

د هغه په خبره، تر لاس لاندې طرحې يې تر هغه کچې نه دي چې عامه ګټه ترې واخيستل شي، خو دا طرحې په راتلونکي کې کېدلى شي چې يوه غوره بېلګه وي، څو مثبت پايله تر لاسه کړي.

نوموړي  پخوا د شپږ کيلومتره په وړتيا يو راکټ، د اوبو په وسيله ګرځېدونکى تراکتور، سکواتور او يوه داسې الوتکه هم جوړه کړې چې د راډيويي څپو په وسيله تر لسو مترو پورې الوت کوي.

هغه پخوا هم پژواک ته ويلي وو چې يو داسې توغندى يې جوړ کړى چې د سوله ييزو موخو لپاره دى، څو په راتلونکي کې له پراختيا سره د سپوږمکيو د توغولو او مخابراتو برخه کې وکارول شي.

د باميانو والي محمد ظاهر زُهير ددې ځوان د فکري خلاقيت د ستانې ترڅنګ نوموړى تشويق او وستايلو.

والي همدارنګه د حسين داد د نوښتونو د زياتې ستاينې لپاره هغه ته يوه استوګنيزه نومره او يوه اندازه پيسې ډالۍ کړې.

نوموړي ژمنه وکړه چې د خپل توان تر کچې به ددې بامياني نوښتګر نه له هېڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي او هڅه کوي چې ډېر ژر د هغه د عملي کېدو وړ طرحو لپاره د همکارۍ زمينه مساعده کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.