ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې “د مهربانۍ دېوال” جوړ شو

کابل کې “د مهربانۍ دېوال” جوړ شو

author avatar
20 Feb 2016 - 17:47
کابل کې “د مهربانۍ دېوال” جوړ شو
author avatar
20 Feb 2016 - 17:47

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): کابل کې هم د "نګرش نو" ټولنيز بنسټ له لوري له اړمنو کسانو سره د لاسنيوي او له بېوزلو سره د مرستې په موخه "د مهربانۍ دېوال" جوړ شو.

د مهربانۍ په دېوال باندې يو کوټبند راځوړند وي او د چا چې اقتصادي وضعيت ښه وي، نو راځي، هلته ځينې جامې او وسايل راځوړندوي او له هغه وروسته بيا بېوزله کسان ترې ګټه اخلي.

دا ډول دېوالونه له دې وړاندې په ايران، عراق، پاکستان هېوادونو او په بلخ ولايت کې هم جوړ شوي دي.

د کابل مهربانۍ دېوال، نن د درېيمې حوزې اړونده د ګولايي په سيمه کې جوړ شو.

د دغه پروګرام تنظيموونکو، د "ښايي ستاسو اضافه توکي د بل چا په کار راشي"، "که اړتيا لرې، پورته يې کړه، که يې نه لرې، مه يې اخله" او داسې نور شعارونه ويل.

کابل کې په لومړۍ ورځ د دغه دېوال په رامنځته کېدو سره ډېر شمېر کسانو له خپلې اړتيا زيات بېلابېل توکي په ځانګړي ډول جامې په ياد دېوال کې راځوړندې کړې، چې ځينې يې بېوزلو کسانو واخيستې.

نسيمې، يوه دولس کلنه نجلۍ چې له خپلې مور سره يو ځاى د مهربانۍ دېوال ته راغلې وه او له دغه دېوال څخه يې يو جاکټ او يو جوړ بوټ ترلاسه کړل، پژواک ته وويل: "دا يو ډېر ښه کار دى، کابل کې ډېر خلک شته چې جامې نه لري، که دا کار دوام پيدا کړي، نو هېڅ غريب به بې جامو پاتې نه شي."

هغه زياته کړه: "که په يوه ټولنه کې ټول د يو بل لاسنيوى وکړي، نو هېڅکله به هم د يو چا لاس د بل لاس ته اوږد نه شي."

د ياد دېوال رامنځته کوونکو، له مدني فعالانو او د کابل له اوسېدونکو وغوښتل، څو د دغه فرهنګ د پراختيا لپاره د ښار په بېلابېلو سيمو کې دا ډول دېوالونه جوړ کړي.

د ياد بنسټ يوې غړې فرزانې حسيني وويل، ټاکل شوې د دوى بنسټ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د مهربانۍ په نوم دېوالونه جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.