جلال اباد (پژواک، ٢ کب ٩٤): د ننګرهار ولايت پر سرحدي ښارګوټي تورخم د ډيورنډ پولې له پورې غاړې لس توغندي توغول شوي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى جاوېد زمان چې له يوه دولتي پلاوي سره په تورخم کې دى، د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لس توغندي له نن سهار وختي په وقفه يي توګه د ډيورنډ له پورې غاړې توغول شوي دي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر توغندي په سيمه کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر پوځي مرکز لګېدلي دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ځيني توغندي د سرحدي ځواکونو پر مرکز او ځيني نور په نورو سيمو کې لګېدلي دي.
خو په تورخم کې د سرحدي پوليسو کميسار سمونوال رحيم الله سهاک پژواک اژاسن ته وويل چې له نن سهار راهيسې د پولې له پورې غاړې د خيبر ايجنسۍ د لواړګي له غړکۍ سيمې څخه چېرې چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د رادار پوسته هم ده، توغندي راغلي دي.
هغه زياته کړه چې دوه توغندي د سرحدي ځواکونو په پوځي مرکز کې دننه او نور يې په شاوخوا سيمو کې لګېدلي، خو کوم زيان يې نه درلود.
د نوموړي په وينا، چې څو ورځې مخکې پاکستاني ځواکونو له دوى څخه د ليدنې غوښتنه کړې او ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ ورسره ګوري.
سهاک وايي، پاکستان غواړي د تورخم دروازې ته څېرمه د موټرو ترمينل جوړ کړي، خو افغان ځواکونو يې مخه نيولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دوه توغندي د سرحدي ځواکونو پر مرکز لګېدلي، خو تلفات نه لري.
د شينا په نوم په تورخم کې يو دوکاندار هم د توغنديو د ويشتلو خبر تاييدوي او وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د تورخم په دواړو خواوو کې وضعيت چندان ښه نه برېښي.
د هغه په وينا، پاکستان غواړي چې په تورخم کې يو ځل بيا دروازه ولګوي، خو افغان ځواکونو يې مخه نيولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن