ترينکوټ (پژواک، ٢ کب ٩٤): د اروزګان په مرکزي زندان کې د يوې نښتې له امله درې تنه ټپيان شوي دي.
دا نښته پرون ماخوستن وروسته له هغه وشوه چې ټوله ورځ د ترينکوټ ښار د مرکزي زندان بنديانو اعتصاب کړى و.
د دغه زندان امر سمونوال خليل الرحمن د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زندان يو شمېر جنايي بنديانو د دوی له يوه ساتونکي څخه وسله واخيسته او بيا يې ډزې پيل کړې.
د هغه په وينا، چې د پوليسو او بنديانو ترمنځ دوه ساعته جګړه وشوه او بيا حالت بېرته نورمال شو.
خو نوموړي په دې نښته کې مرګ ژوبله نه مني.
د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې د زندان د مدير په ګډون دوه پوليس او يو زنداني ژوبل شوي دي.
سرچينه وايي چې بنديانو د خپلو حقوقو او د پوليسو د زور زياتي پر ضد اعتصاب کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن