ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې څېړنې موندنې: تېر څوارلس کلونه د ځمکو د غصب تور څپرکى و

د يوې څېړنې موندنې: تېر څوارلس کلونه د ځمکو د غصب تور څپرکى و

author avatar
21 Feb 2016 - 18:28
د يوې څېړنې موندنې: تېر څوارلس کلونه د ځمکو د غصب تور څپرکى و
author avatar
21 Feb 2016 - 18:28

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): يو نوى څېړنيز راپور ښيي چې وروستي ١٤ کلونه په هېواد کې د ځمکو د غصب نه جبرانېدونکى څپرکى و او يواځې د هېواد په ١٨ ولايتونو کې نږدې دوه ميليون جريبه ځمکه غصب شوې چې په اړوند يې ١٥٨٠٠ کسان تورن ګڼل شوي دي.

 دغه راپور په دريو فصلونو او سلو مخونو کې، د افغانستان د ازادۍ کور په نوم د يوه څېړنيز بنسټ له لوري د "ځمکو د غصب تور څپرکى" او "افغانستان کې د ځمکو د غصب پايلې" تر نوم لاندې په تېرو دريو مياشتو کې چمتو شوى چې په کې د معتبرو دولتي او غيردولتي ادارو له اسنادو ګټه اخيستل شوې ده.

 په هغه راپور کې چې په کې له ٧٠ دولتي او غيردولتي سرچينو سره مرکه شوې، راغلي چې په افغانستان کې د دولتي، عامه او شخصي ملکيتونو غصب ډېره مخينه لري، خو د هېواد په کچه په تېرو څلورو کلونو کې ډېرى عامه ملکيتونه غصب شوي دي.

 د "افغانستان د ازادۍ کور بنسټ" يوه مسوول شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى د دولتي ځمکو د غصب بېلابېلې شمېرې ترلاسه کړې چې د ځمکې د عالي ادارې او د ولسي جرګې د ځانګړي کمېسيون د شمېرو پر بنسټ؛ په هېواد کې ١٢٩٧٠٠٠ (يو ميليون او دوه سوه اوه نوي زره) جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

 د هغه په وينا، له دغې اندازې څخه ٩٨٦٣٣٤ جريبه ځمکه د ١٥٨٣١ کسانو له لوري، ٢٦٢٥٣٧ جريبه ځمکه د ښارګوټو د ٣٥٥ مالکانو له لوري او ٣٠٨٢٩ جريب ځمکه د ١٣٩ دولتي ارګانونو له لوري غصب شوې ده.

 مرتضوي زياته کړه، چې د ولسمشرۍ رياست يو شمېر پخواني سلاکاران چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ يې د ځمکې د غصب په برخه کې څېړنه کړې؛ په خپل راپور کې د ځمکو د غصب کچه شا وخوا ٤،٥ ميليون جريبه ځمکه ښودلې ده.

 خو نوموړي زياته کړه  چې د افغانستان د ازادۍ کور بنسټ موندنې په ډاګه کوي چې يواځې د هېواد په ١٨ ولايتونو کې ١٩٦٦٤١١ جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د افغانستان د ازادۍ کور بنسټ موندنې ښيي، چې تر ټولو ډېرې دولتي ځمکې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندوز، کاپيسا، بغلان، تخار، نيمروز، خوست، لوګر او غزني ولايتونو کې او کمه اندازه ځمکه بيا په نورستان، دايکنډي، پکتيکا، پنجشېر او غور ولايتونو کې د ښارګوټو او لوړ پوړو ودانيو لپاره د ځمکې د نشتون او د دغو ولايتونو د غرنيتوب له امله غصب شوې دي.

 د ياد راپور پر بنسټ، تر ټولو ډېرې دولتي ځمکې د يو شمېر قومي مشرانو، سيمه ييزو زورواکو، جهادي قوماندانانو، د يو شمېر سياسي ګوندونو د مشرانو، د کليو د مشرانو، مخورو، د هغو پانګوالو له لوري چې تورو او نامشروع پيسو ته لاسرسى لري، يو شمېر ښاروالانو، د ملي پوځ او پوليسو د افسرانو، د ملي شورا او ولايتي شوراګانو د غړو، واليانو او د کابينې پخوانيو غړو له لوري غصب شوې دي.

 په راپور کې راغلي، چې دغو کسانو غصب شوې ځمکې د استوګنيزو ښارګوټو په جوړولو، د استوګنيزو ټولنو په رامنځته کولو، لوړ پوړو ودانيو، سوداګريزو سيمو، خپلسرو سرپناوو، د تېلو په ټانکونو، سرايونو، باغونو او په کرنيزو ځمکو بدلې کړې دي.

 د ياد بنسټ موندنې ښيي، چې د ځمکو له غصب څخه کوم ځاى خوندي نه دى پاتې چې ان زورواکو د جوماتونو، پوهنې وزارت، وړکتونونو، سينماوو او هديرو زرګونه جريبه ځمکه هم غصب کړې ده.

 د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د قانون د حاکميت نشتون، د تورنو کسانو اړونده دوسيو نه څېړنه، د زورواکو او غاصبينو بښل، د ځمکې د بيو لوړېدل، د حکومت له لوري د ځمکې د غصب لپاره د زمينې برابرول، د ځمکې غصب جرم نه ګڼل او د عدلي او قضايي ارګانونو ناتواني او اداري فساد شتون؛ د ځمکو د غصب عمده لاملونه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.