ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په المان کې درملنه شوي ۴۴ ماشومان کابل ته راستانه شول

په المان کې درملنه شوي ۴۴ ماشومان کابل ته راستانه شول

author avatar
21 Feb 2016 - 16:11
په المان کې درملنه شوي ۴۴ ماشومان کابل ته راستانه شول
author avatar
21 Feb 2016 - 16:11

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): د درملنې په موخه المان ته وړل شوي ٤٤ افغان ماشومان له درملنې وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه شمېر ماشومان چې ۱۲ نجونې او ۳۲ هلکان په کې شامل او عمرونه يې له ۱۱ کلونو ښکته دي، د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرسته او "د المان د سولې کلي" په همکارۍ د درملنې په موخه المان ته استول شوي وو.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپرونو او نړيوالو اړيکو مشر محمدطيب يوسفزي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: "دغه ماشومان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، چې د سوځېدنې او هډوکو ستونزې يې درلودې، له رغېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول."

هغه زياتوي چې د هغوی د پاسپورټ لګښتونه افغاني سرې مياشتې ورکړي او د درملنې نور امکانات ورته د المان د سولې کلي له خوا برابر شوي دي.

دی زياتوي، پر هر ناروغ ماشوم له ٦ زرو يورو څخه تر لسو زرو يورو لګښت راغلى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د المان د سولې کلي ډاکټران هر کال دوه ځلې "په زمري او سلواغې" مياشتو کې کابل ته راځي او په المان کې د درمنلې لپاره ناروغ ماشومان تر معاينې وروسته ټاکي.

يوسفزي وويل چې تر اوسه له څلورو زرو ډېر ماشومان د افغاني سرې مياشتې او سولې کلي له لارې المان ته لېږل شوي او له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د المان د سولې کلي موسسه په ۱۳۶۷ کال کې جوړه شوې ده.

د هرات ښار اوسېدونکي ۱۱ کلن فرزاد چې نن له المان څخه هېواد ته راستون شوی، پژواک خبري اژانس ته يې وويل:" تېر کال په هرات کې موټر ووهلم، د ورانه هډوکی مې مات شو؛ څلور ځلې مې په هرات کې عمليات وکړل خو پښه مې ښه نه شوه."

هغه خوښي څرګنده کړه چې په المان کې تر شپږ مياشتنۍ درملنې وروسته روغ شوی دی.

فرزاد وويل: "شکر اوس بالکل روغ يم، تګ ورباندې کولای شم؛ د سرې مياشتې له کارکوونکو او د المان هېواد له ډاکترانو ډېره ډېره مننه کوم."

د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونکي محب الله چې د دوه کلنه زوى درملنه يې په المان کې شوې او زوى يې نن بېرته کابل ته راستون شوى، وايي: "زوی مې په تناره کې ولوېد، ډېر مې وګرځاوه خو درملنه يې ونه شوه؛ سرې مياشتې ته راغلم او هغوى زما زوی المان ته ولېږه، اوس شکر ښه دی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.