ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال د سولې له خبرو مخکې له شرطونو سره مخالفت وکړ

زاخېلوال د سولې له خبرو مخکې له شرطونو سره مخالفت وکړ

author avatar
22 Feb 2016 - 12:12
زاخېلوال د سولې له خبرو مخکې له شرطونو سره مخالفت وکړ
author avatar
22 Feb 2016 - 12:12

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٤): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال د سولې له خبرو مخکې له شرطونو سره مخالفت څرګند کړ.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې ده سبا (د کب ٤مه) د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزو غونډو څلورمه غونډه په کابل کې کې جوړه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال له ځايي رسنيو سره په يوه مرکه کې تر سولې مخکې له شرطونو سره مخالفت کړى او وايي، د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ زيات شوى دى.

هغه زياته کړې، د سولې په څلور اړخيزو غونډو کې پرېکړه شوې چې تر سولې وړاندې به هېڅ ډول شرطونه نه وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت په قطر کې د پګواش موسسې له خوا په جوړه شوې غونډه کې طالب استازو د خپلو بنديانو د خوشي کولو، له تور لېسته د خپلو مشرانو د ايستلو غوښتنې کړې وې.

زاخېلوال وايي چې د سولې په پروسه کې د پرمختګ لپاره اړينه ده چې په هېواد کې تاوتريخوالى او جنګونه کم کړى شي.

نوموړي د حکومت او د طالبانو د ډلو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو پر ژر پيلېدا ‌ټينګار کوي او زياتوي چې له دې سره به پر پروسې د خلکو باور زيات شي.

د هغه په وينا، د سولې له پروسې سره د ولسمشر غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله په ګډون د نورو ډېرو خلکو ملاتړ حاصل دى.

زاخېلوال وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د څلور اړخيزو غونډو له پروسې ملاتړ کړى دى.

د يادونې ده، د ٢٠١٥ کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د افغان سولې د ځنډېدلې پروسې د بيا پيلولو پرېکړه کړې وه.

تر هغې وروسته تر اوسه د څلور اړخيزو غونډو دوه غونډې په اسلام اباد او يو په کابل کې شوې او ټاکل شوې چې څلورمه د کب په ٤مه په کابل کې جوړه شي.

د درېيمې غونډې په پاى کې په خپله شوې اعلاميه کې راغلي وو چې د فبرورۍ د مياشتې تر وروستيو پورې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د نېغ په نېغه خبرو پيلېدو نېټه په ډاګه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.