لومړى تعقيب - چاريکار (پژواک، ٣ کب ٩٤): د پروان چارواکي وايي چې د سياګرد ولسوالۍ په مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله ١٣ پوليس او ملکي وګړي وژل شوي او ١٨ تنه نور ټپيان دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې يوه روغتيايي کلينيک ته څېرمه شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې ٩ ملکي وګړي او څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي، دغه راز يو پوليس او ١٧ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د سياګرد ولسوال محمد سعيد سعيد وايي، د دغه ځانمرګي بريد موخه سيمه ييز پوليس وو، چې په ټپيانو کې د ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان مشتاق هم شامل دى.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى او د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په دې ځانمرګي بريد کې د سياګرد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندانان هر يو مشتاق، نقيب الله، خليل او يو شمېر نور پوليس وژل شوي او ځينې نور يې ژوبل دي.
دى زياتوي، دغه بريد د پکتيا ولايت د يوه اوسېدونکي محمد رسول له خوا ترسره شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن