ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په څلورمې څلور اړخيزې ناستې کې به له طالبانو سره د خبرو لار هواره شي”

“په څلورمې څلور اړخيزې ناستې کې به له طالبانو سره د خبرو لار هواره شي”

author avatar
22 Feb 2016 - 15:32
“په څلورمې څلور اړخيزې ناستې کې به له طالبانو سره د خبرو لار هواره شي”
author avatar
22 Feb 2016 - 15:32

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٤): حکومت وايي چې ټاکل شوې ده د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزې غونډې څلورمه ناسته سبا په کابل کې ترسره شي چې په ترڅ کې به يې له وسله والو طالبانو او حقاني ډلې سره د خبرو اترو لار هواره شي.

درې مخکنۍ غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې وې چې د څلورو هېوادونو استازو د همغږۍ ډلې د درېيمې غونډې پاى کې د سلواغې ١٧مه د "افغانستان سولې لارې نقشه" تر نوم لاندې له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاکراتو بيا پيل کېدو په اړه خپلو کې سلا شول او اعلان يې وکړ چې تمه کېږي تر راتلونکو دريو اوونيو پورې د سولې مخامخ خبرو نېټه جوته شي.

د حکومت  اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزو خبرو اترو څلورمه غونډه سبا (سه شنبې) په کابل کې جوړه شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ هيله لرو چې له دې ناستې څخه ښې پايلې ترلاسه کړو، د څرګند ميکانيزم له لارې د سولې خبرو اترو په لور روان شو او هيله کېږي چې په دې غونډه کې د حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې نيغو مذاکراتو نېټه او ځاى جوت شي."

د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند زياته کړه چې د دې څلور اړخيزې غونډې په پاى کې به له وسله والو مخالفينو سره د مخامخ خبرو اترو  لومړى پړاو پيل شي.

فيصل زياته کړه چې حکومت په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو سره د سولې خبرو غوښتنه کوي او هڅه کېږي چې له وسله والو طالبانو سربېره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند او د حقاني شبکه هم د سولې خبرو اترو کې شريک شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لومړۍ مخامخ خبرې اترې د روان کال چنګاښ مياشت کې پاکستان کې ترسره شوې؛ خو دا مذاکرات د ملا محمد عمر د مړينې راپور له خپرېدو وروسته وځنډېدې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د سولې عالي شورا په مشرتابه کې تغييرات رامنځ ته شوي دي چې پر اساس يې پير سيداحمدګيلاني د مشر او محمد کريم خليلي، عطا ءالله سليم، مولوي خبير، حاجي دين محمد، حبييه سرابي او مولوي خدام د دې شورا د مرستيالانو په توګه ګومارل شوي دي.

د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند وويل چې ټاکل شوې د سولې عالي شورا کې تازه ګومارنې د ولسمشر د يو فرمان له مخې اعلان شي، څو  نوې مشرتابه عملي کار پيل کړي او دا بدلونونه د هغو اصلاحاتو او تغييراتو يوه برخه ده چې حکومتي مشران ځان ورته ژمن بولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.