ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ازره کې تښتول شوي څلور قومي مشران بېرته خوشي شول

په ازره کې تښتول شوي څلور قومي مشران بېرته خوشي شول

author avatar
23 Feb 2016 - 11:48
په ازره کې تښتول شوي څلور قومي مشران بېرته خوشي شول
author avatar
23 Feb 2016 - 11:48

پل علم (پژواک، ٤ کب ٩٤): د لوګر ولايت له  ازرې ولسوالۍ  تښتول شوي قومي مشران بېرته خوشي شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د ازرې ولسوالۍ د سپين جومات په سيمه کې وسله والو څلور قومي مشران له موټره ښکته کړي او بیولي وو.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي قومي مشران بېرته خوشي شول.

ده وويل چې د يادو کسانو په راخوشې کولو کې هېڅ ډول معامله نه ده شوې، بلکې د قومي مشرانو په وساطت دغه کار شوی دی.

حميد وايي: ((موږ هېڅ ډول معامله نه ده کړې او نه مو چا ته امتياز ورکړی، دغه کسان يواځې د قومي مشرانو په استازيتوب نن سهار بېرته خوشي شول.))

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل: ((تښتول شوي کسان نن سهار بېرته خپلو کورونو ته رسېدلي دي.))

وکيل وايي چې تر دې وړاندې هم څو ځلې طالبانو په دې ولسوالۍ کې يو شمېر خلک له موټرو ښکته کړي او بيا يې له ځان سره بيولي دي.

هغه پر حکومت ټينګار وکړ چې د يادې لارې امنيت ونيسي تر څو خلک په اسانه تګ راتګ وکولاى شي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ازرې ولسوالۍ کې طالبانو څوک نه دي تښتولي.

هغه زياته کړه: ((په دې لاره کې کله اربکيان دريږي او ځينې کسان له موټر ښکته کوو، نو پيښه په موږ هيڅ اړه نلري، د اربکیانو کار دی.))

ازره د لوګر تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لومړى ننګرهار ولايت ته بيا له هغه ځايه پلازمېنې کابل ته او بيا لوګر ولايت ته تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.