ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ او بلخ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ او بلخ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Feb 2016 - 14:09
په کونړ او بلخ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Feb 2016 - 14:09

اسعداباد- مزارشريف (پژواک، ٤ کب ٩٤): په کونړ او بلخ ولايتونو کې ١٥ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي او له دواړو لورو يو شمېر نور کسان ټپيان دي.

د  کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ د ساو په سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

د سيدخېل په وينا، تر چاودنې وروسته په سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه هم وشوه چې په پايله کې يې درې وسله وال ووژل شول او درې نور ژوبل شوي دي.

ده وويل چې د وژل شوو وسله والو جسدونه د جنګ په ميدان کې پاتې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په چاربولک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن او پرون د چاربولک ولسوالۍ په توبه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وويل: ((موږ اطلاعات ترلاسه کړي وو چې په دې سيمه کې وسله والو طالبانو فعاليتونه پيل کړي دي.))

هغه وايي چې په يادو عملياتو کې ١٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د قادري په وينا، د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د توبې سيمې اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسي په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وې.

هغه وايي چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.