کابل (پژواک ٤ کب ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست، د سړي تښتونکو د يوې پنځه کسيزې ډلې له نيولو او له دوى څخه د يوه ماشوم له خوشي کولو خبر ورکړى دى.
د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې پنځه کسيزې ډلې د روان کال د سلواغې مياشتې په ٢٣ نېټه امين الله د قندي شاه زوى د کابل ښار د لسمې ناحيې له اړونده سيمې څخه تښتولى و.
سرچينې زياته کړې، چې دغه ١٤ کلن ماشوم د کابل شکردرې ولسوالۍ په يوه سمڅه کې ساته او له کورنۍ څخه يې د هغه د پرېښودو په شرط ٦٠٠ زره امريکايي ډالر غوښتي و، چې ياد کسان پرون شپه د ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شول او ماشوم يې خپلې کورنۍ ته وسپاره.
د ملي امنيت عمومي رياست، د نيول شويو کسانو نومونه شفيع چې په "عبدالعزيز" مشهور دى او محمد عمر زوى دى، د سړي تښتونکو مشر، فرشاد د ګل محمد زوى، توريالى د دادمحمد زوى، فريدون د غلام سرور زوى او د توريالى د خدايداد زوى ياد کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ياده ډله د سړي تښتونکو حرفوي ډله وه چې په يو شمېر نورو تښتونو کې يې هم لاس درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن