ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په څرخ کې چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
24 Feb 2016 - 11:53
author avatar
24 Feb 2016 - 11:53

پل علم (پژواک، ٥ کب ٩٤): د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو ماشوم وژلى او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعيل کلي کې رامنځته شوې ده.

کمال ادعا وکړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوى و او په چاودنه کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((ماين يې د کلي د جومات او د خواجه اسماعيل عليه رحمه د زيارت تر منځ خښ کړى و په دې لاره امنيتي ځواکونه تګ راتګ نه کوي، يواځې ملکي خلک پرې ځي راځي.))

ده وويل چې د ماين د خښونې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د خواجه اسماعيل کلي اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل: ((ماشومان هر ماښام د کلي جومات ته د ديني زده کړو لپاره ورځي خو بېګاه پرې چاودنه شوې ده.))

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او درې نور ماشومان ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

څرخ د مرکز پل عالم سوېل لور ته په ٢٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې د لوګر له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.