ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې دوه ماين پاکان ټپيان شوي

په زابل کې دوه ماين پاکان ټپيان شوي

author avatar
25 Feb 2016 - 11:01
په زابل کې دوه ماين پاکان ټپيان شوي
author avatar
25 Feb 2016 - 11:01

کلات (پژواک، ٦ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو کسانو په بريد کې دوه ماين پاکان ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان همايون ګلزار د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون  مازديګر د کلات او شينکۍ ولسوالۍ پر لويه لاره د کاټيلي مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د ماين پاکۍ د يوې موسسې کارکوونکي د شينکۍ ولسوالۍ د پونګۍ په سيمه کې فعاليت کوي او تېر مازديګر د خپلو اکمالاتو لپاره کلات ښار ته راغلي وو چې د بېرته ستنېدو پر مهال تر بريد لاندې راغلل .

ګلزار وايي، په ډزو کې دوه ماين پاکان  ټپيان شوي چې د يوه حالت يې سخت دى او دواړه د پوليسو له لوري روغتون ته رسول شوي دي.

يوه ټپي ماين پاک ګل احمد پژواک اژانس ته وويل چې له کلات څخه شينکۍ ته پر لاره وو چې له وسله والو کسانو سره مخ شول.

د هغه په وينا، يو تن له پيکا او دوهم له کلاشينکوف سره ورته ولاړ و او دوى ته يې د موټر د درولو اشاره وکړه، خو دوى ورته ونه درېدل، نو وسله والو پرې ډزې وکړې.

د ده په خبره، په پېښه کې دی او يو بل ملګری يې ټپيان شوي او موټر يې هم په مرميو لګېدلی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.