ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځانمرګي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي

د کابل ځانمرګي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي

author avatar
27 Feb 2016 - 15:47
د کابل ځانمرګي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي
author avatar
27 Feb 2016 - 15:47

کابل، درېيم تعقيب ( پژواک،٨ کب ٩٤ ): چارواکي وايي چې د کابل ښار په ځانمرګي بريد کې ١٢ تنه وژل شوي چې ١٠ تنه يې ملکي وګړي دي.

د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمى چې د کب په ٨مه، يې دپېښې سيمې ته څېرمه  له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې دا بريد د يو پلي ځانمرګي بريدګر له لوري د ملي دفاع وزارت  دروازې ته نږدې وشو.

د نوموړي په وينا، دې بريد کې چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ٣:٣٠ بجې وشو، ٩ کسان چې ډيرى يې ملکي وګړي دي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د کابل امنيه قوماندان وويل چې وژل شوو او ټپيانو کې يو شمېر اجير کارکوونکي او پوځيان شامل دي.

خو د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري او لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د  يوه سرتېري په ګډون ٩ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پېښې يو عيني شاهد غلام حيدر پژواک ته وويل :" زه له سيمې څخه تېرېدم چې ناڅاپه مې يو قوي غږ واورېد؛ له سيمې څخه لوخوړې او اور پورته شو."

 دهغه په وينا، په دې چاودنه کې يو رېنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى او يو شمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبريال د پېښې له ځاى څخه راپور ورکړ چې دې پېښه کې يو شمېر ملکي کسان ټپيان شوي دي.

 نوموړي وويل چې ټپيانو کې دوه ښځې او نارينه شامل وو چې د پوليسو له لوري ايمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول.

هغه زياته کړه چې د پېښې سيمه د پوليسو له لوري کلابند شوې او قربانيان امبولانسونو کې لېږدول شوي دي.

ددې برېد مسووليت طالبانو پرغاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.