اسعد اباد، کابل ( پژواک، ٨ کب ٩٤) : د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار په ځانمرګي بريد کې ډېرى هغه کسان وژل شوي چې د سړک پر غاړه يې بېلا بېل توکي خرڅول .
دغه ځانمرګى بريد د کب په ٨ مه، د سهار په شاوخوا نهو بجو ٣٠ دقيقو ولايت مقام ته څېرمه د شهيدانو په څلور لاري کې د يوه پلي بريدګر لخوا وشو.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد د ولايت مقام د لويې دروازې په څنګ کې شوی .
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ١٣ تنه ولسي خلک وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
که څه هغه وويل، چې تر اوسه د بريد موخه نه ده معلومه، خو زياتوي چې په وژل شويو کسانو کې د دانګام ولسوالۍ قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان حاجي خانجان هم شامل دى.
د يادونې ده چې د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکو د حاجي خانجان په مشرۍ څه موده مخکې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړى و.
په ولسي جرګې کې د کونړ د خلکو استازى حاجي سخي مشواڼى بيا وايي، چې د بريد موخه د دانګام د پاڅونوالو مشر حاجي خانجان و.
د کونړ د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر احسان الله فضلي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ١١ جسدونه او ٤٠ ټپيان راوړل شوي وو، خو اوه تنه سخت ټپيان يې د جلال اباد روغتون ته لېږدولي دي.
دغه راز هغه زياته کړه چې د ننګرهار له ملکي روغتون څخه د ډاکټرانو يوه ډله اسعد اباد ته رسېدلې او د ټپيانو په درملنه کې مرسته کوي.
د محمد ناصر په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې تر چاودنې وروسته لومړى د پېښې ځاى ته ورسېد، چې هر لوري ته مړي او ټپيان پراته وو.
دى وايي : (( ټپيانو چيغې وهلې، چې موږ روغتون ته ورسوئ،څو شېبې وروسته پوليس او نور خلک راغلل او د ټپيانو په لېږدولو يې پيل وکړ.))
ده زياته کړه، په ټپيانو او مړو کې ډېرى هغه خلک وو چې د سړک پر غاړه يې نخود، پيکوړې او د ټېليفونونو کرېډټ کارتونه خرڅول .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن