ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې يوه ښځه زندۍ او وژل شوې ده

بادغيس کې يوه ښځه زندۍ او وژل شوې ده

author avatar
28 Feb 2016 - 13:51
بادغيس کې يوه ښځه زندۍ او وژل شوې ده
author avatar
28 Feb 2016 - 13:51

قلعه نو(پژواک، ٩ کب ٩٤): د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ښځه وژل شوې او خاوند يې چې د هغې په قتل تورن دى، تښتېدلى دى.

د قادس ولسوال ميرزا علي بېدار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښځه تېره ورځ مازيګر مهال په "تېلک" کلي کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، لومړني معلومات ښيي چې دغه ښځه يې خپل مېړه د کورني  تاوتريخوالي په پايله کې وژلې ده.

ده وويل چې د ښځې مېړه  تښتېدلى دى.

ولسوال وويل چې دولتي کسان د يادې قضيې د څېړلو لپاره سيمې ته نه شي ورتلى، ځکه چې دغه سيمه د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ده ، خو دى هڅه کوي چې موضوع د سيمې د مخورو په مرسته تعقيب کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

په افغانستان کې هر کال لسګونه ښځې د تاوتريخواليو په ورته پېښو کې وژل کېږي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.