لښکرګاه(پژواک،۹کب۹۴):د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ سلګونو اوسيدونکو ددې ولسوالۍ د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ او له دندې يې د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ شاوخوا درې سوه اوسېدونکو د کب په٩مه په مرکز لښکرګاه کې د ولايت مقام ته څېرمه لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د ګرمسير ولسوالۍ د امنيې قوماندان پر ضد شعارونه ورکول او له دندې يې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوله.
يو تن لاريون کوونکي او د ګرمسير ولسوالۍ قومي مشر ژېړګل فقيرزاده پژواک ته وويل چې د ګرمسير امنيه قوماندان له قاچاق وړونکو سره لاس لري چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډيرې شوې دي.
هغه زياته کړه: (( موږ داسې يو قوماندان غواړو چې قانون ته ژمن وي، امنيت راولي، موږ له دې قوماندان سره کوم شخصي مشکل نه لرو، خو د ده په شتون کې دغه ولسوالۍ نا امنه شوې ده.))
دغه راز بل لاريون کوونکي ولي جان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه قوماندان د اړيکو پر بنسټ پر دنده ګومارل شوى دى.
د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان په مشرانو جرګه کې د هلمند د استازي محمد هاشم الکوزي ورور دى.
ولي جان وايي: (( دغه قوماندان د سيمه ييزو پوليسو معاشونه ځان ته اخلي، په پوستو کې خلک په پېسو اخيستل کيږي او دده په شتون کې د نشه يې توکيو کر او قاچاق ډير شوى دى.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
لاريون کوونکو د هلمند د ولايت مقام ته څېرمه يوه خېمه هم درولې او ګواښ کوي چې تر هغه به دغه خېمه له دې ځايه لرې نه کړي ترڅو د ګرمسير امنيه قوماندان له دندې نه وي ګوښه شوى .
خو د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار تېمورشاه نظري پژواک ته وويل چې يادو کسانو د شخصي ګټو لپاره لاريون کړى دى.
ده وويل: (( دغه لاريون يو څو کسانو د شخصي ګټو لپاره جوړ کړى، په دې کې د ګرمسير ولس نشته ، خو چارواکي چې زما په اړه هره پرېکړه وکړي زه يې منلو ته حاضر يم.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن