ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو غلو د بدخشان له مسافرو څه باندې ٣٠ ميليون افغانۍ لوټلې دي

وسله والو غلو د بدخشان له مسافرو څه باندې ٣٠ ميليون افغانۍ لوټلې دي

author avatar
28 Feb 2016 - 14:17
وسله والو غلو د بدخشان له مسافرو څه باندې ٣٠ ميليون افغانۍ لوټلې دي
author avatar
28 Feb 2016 - 14:17

فيض اباد(پژواک، ٩ کب ٩٤): په روان کال کې د بدخشان – کابل لويې لارې په اوږدو کې پنځه تنه وژل شوي او د مسافرو څه باندې ٢٠ ميليونه افغانيو په ارزښت مالونه او ١٠ ميليونه نغدې پيسې د وسله والو غلو لخوا لوټل شوې دي.

دا پېښې په وروستيو شپږو مياشتو کې د بدخشان، تخار- کندوز- بغلان په لويو لارو کې شوې دي.

د ترانسپورټي ټولنو مشران وايي چې د ٤٠٤ مسافر وړونکي سرويسونه د شپې لخوا حرکت کوي او د مسافرو ډېر مالونه او پيسې د شپې لخوا لوټل کېږي او د مسافرو د وژلو پېښې هم شته.

 د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د جُرم په نامه ترانسپورټي شرکت مشر اسرائيل وايي چې سږ کال د کابل استيناف څارنوالۍ د  يوه قاضي مولوي عبدالحى په ګډون،  څه باندې پنځه کسان د کندوز په خان اباد دښته کې د وسله والو مخالفينو لخوا پر ډزو ووژل شول.

هغه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې له ياد شوي قاضي سره د حيات الله په نامه يو کس، د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى هم له سرويس را کوز کړل شوي او وژل شوي دي.

ددې ترڅنګ د ملي اردو افسر داوود او د بدخشان د تګاب ولسوالۍ يو پخوانى جهادي قوماندان، په خان اباد ولسوالۍ کې  د وسله والو مخالفينو لخوا له سرويس څخه را ښکته کړل شوي او بيا يې وژلي دي.

 د ترانسپورټي شرکتونو مشران وايي چې سږ کال وسله والو غلو د بدخشان د مسافرود  څه باندې ٢٠ ميليونه افغانيو په ارزښت مالونه او ١٠ ميليونه نغدې پيسې ددې لارې په اوږدو کې لوټلې دي.

په فيض اباد ښار کې د عياران خراسان په نوم ترانسپورټي ټولنې مشر قاري نعمت الله وويل چې ددې شرکت د درېيو موټرو له مسافرو نه  په تېرو څلورو مياشتو کې د کندوز او تخار ولايتونو ترمنځ د چنزايى ها سيمې اړوند قبر قاضي سيمه کې نغدې پيسې، مالونه او مبايلونه غلا شوي دي.

 هغه زياته کړه چې غلو د مسافرو د کرايې ٥٠ زره افغانۍ چې چلوونکې را ټولې کړې وې، له ځان سره يوړې او حتى په سرويس کې يې پر ښځو هم رحم ونه کړ، د هغوى سره يې لاس اچولى او ګاڼې يې تر اخيستې دي.

د سرچينې په خبره، په روانه اوونۍ کې د ذبيح الله په نامه يو چلوونکى چې په دې سيمه کې يې د سرويس له درولو ډډه کړې وه، د غلو لخوا پر ډزو وويشتل شو، څو مرمۍ يې په سينه لګېدلې چې اوسمهال د کابل يوه روغتون کې تر درملنه لاندې دى.

په فيض اباد کې د "نوی آمو"، "خاواک پنجشېر"، "بازارک پنجشېر" او "ستارۀ خراسان"  په نوم ترانسپورټي شرکتونو چارواکو هم پژواک ته وويل چې د دوى ٤٠٤ موټر په تخار- کندوز او کندوز- بغلان لويو لارو کې د وسله والو غلو لخوا درول شوي او هر ځل يې د مسافرو او موټر چلوونکو لسګونه زره نغدې پيسې او مالونه لوټلي دي.

د ٤٠٤ سرويس يوه چلوونکي وحيدالله وويل:((خپله هم په دې خوښ نه يم چې د ماښام په شپږو بجو له کابل نه حرکت وکړم، دا په کابل کې د ترانسپورټي شرکتونو ناسمه سيالي ده چې موږ د شپې په تيارو کې تګ ته اړباسي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.