ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو پر زاړه پله ګڼې ګوڼې د ٢٧ولسواليو خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي

د بهسودو پر زاړه پله ګڼې ګوڼې د ٢٧ولسواليو خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي

author avatar
29 Feb 2016 - 12:26
د بهسودو پر زاړه پله ګڼې ګوڼې د ٢٧ولسواليو خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي
author avatar
29 Feb 2016 - 12:26

جلال اباد(پژواک،۱۰کب ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا غوښتنه وکړه چې د بهسودو د دويم پول کارونه دې ګړندي شي ځکه د تګ راتګ پر مهال يې ډېری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بهسودو دويم پول چې د کونړ او نورستان په ګډون ۲۷ ولسوالۍ له جلال اباد ښار سره نښلوي چارې يې وړم کال پيل شوي خو تراوسه يې ۳۰ سلنه کارونه پاتې دي.

د بهسودو پخوانی پول چې ډېرې برخې يې خرابې دي، د زياتې ګڼې ګونې له امله هر ورځ د څو ساعتونو لپاره تړلى وي او دې چارې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دويم پله کارونه ټکني دي او حکومت يې بايد ژر تر ژر چټک کړي.

زمري وويل: ((وروسته هوا ګرمه او په سيند کې اوبه ډېرېږي ؛ نو بيا به په سيند کې کارونه سخت وي، خلک د دې پله له امله په ډېرو ستونزو کې دي، تر دې چې ولادتونه د پله پر سر وشول.))

د نوموړي په وينا، چې په دې تړاو مسايل يې له ولسمشر، اجرائيه رييس او اړوندو ارګانونو سره شريک کړي خو تراوسه يې پايله نه ده درلودلې.

د ولايتي شورا بل غړي ډاکټر ناصر کامه وال وويل چې د بهسودو پر پله هر ورځ د ۲۷ ولسواليو وګړي تګ راتګ کوي.

د کامه وال په وينا : ((د بهسودو پله لاره تل تړلې وي، ناروغان په ستونزو کې وي، زده کوونکي او مامورين په خپل وخت حاضرۍ ته نه شي رسېدلی.))

د نوموړي په وينا، حکومت د بهسودو د نوي پله د جوړونکي شرکت بلونه پر وخت نه دي ورکړي ځکه خو يې کارونه ځنډني دي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې په دې تړاو جدي اقدام وکړي.

مدني فعال او د کوزکونړ ولسوالۍ اوسېدونکي زيرک ذهين پژواک اژانس ته وويل : ((زه هره ورځ جلال اباد ښار ته راځم خو ډېر وخت مې د بهسودو پله په ګڼه ګوڼه کې تېريږي.))

د نوموړي په وينا، د دې پله ګنې ګوڼې د خلکو پر کارو بار او چارو  ناوړه اغېزه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.