ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چين د پوځ مشر کابل ته راغلى دى

د چين د پوځ مشر کابل ته راغلى دى

author avatar
29 Feb 2016 - 15:45
د چين د پوځ مشر کابل ته راغلى دى
author avatar
29 Feb 2016 - 15:45

کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٤ ): د چين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان په يوه رسمي سفر کابل ته راغلى دى.

د حکومت يوې سرچينې د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د چين د پوځ مشر نن غرمه مهال کابل ته د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي توګه را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه به ولسمشر اشرف غني او د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره جلا جلا وګوري.

يادې حکومتې سرچينې وويل چې په دې ليدنو کې د چين او افغانستان  د اړيکو پر پياوړتيا او افغانستان سره د چين پر پوځي مرستو خبرې کېږي.

د يادونې ده چې څه موده مخکې د چين او افغانستان د دوستۍ د کاليزې په مراسمو کې ګډون په موخه د چين مرستيال ولسمشر هم کابل  ته راغلى و.

په دې وروستيو کې افغانستان سره د چين اړيکې پياوړې شوې او چين د افغان سولې پروسې د څلور اړخيز ګروپ غړى هم دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.