کابل(پژواک، ١٠ کب ٩٤): ولسمشر اشرف غني په سردار محمد داوود خان روغتون کې د کابل د وروستي ځانمرګي بريد د ټپيانو پوښتنه وکړه او د روغتون له چارواکو يې وغوښتل چې د ټپيانو په درملنه کې پوره کوښښ وکړي.
د کب مياشتې د اتمې نېټې ځانمرګي بريد کې چې د ملي دفاع وزارت دروازې ته نږدې، د يوه پلي ځانمرګي بريدګر لخوا تر سره شو، په کې ١٥ تنه ووژل شول او ٣١ نور ټپيان وو.
د بريد يو شمېر ټپيان د سردار محمد داوودخان څلور سوه بستريز روغتون ته هم ولېږدول شول.
ولسمشر اشرف غني ددې ناروغانو د پوښتنې پرمهال ياد شوى ترهګريز بريد په کلکو ټکو غندلى دى.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، له ټپيانو نه د ولسمشر د ليدنې په ترڅ کې معالجو ډاکټرانو د ټپيانو د روغتيايي وضعيت او د هغوى د درملنې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل .
ولسمشر غني د روغتون له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ټپيانود درملنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
د ويلو ده چې د پېښې اکثره قربانيان د ښځو په ګډون ملکي وګړي دي او وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن