ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پښتونکوټ د خواجه موسى سيمې سقوط اوازه ده”

“د پښتونکوټ د خواجه موسى سيمې سقوط اوازه ده”

author avatar
2 Mar 2016 - 20:09
“د پښتونکوټ د خواجه موسى سيمې سقوط اوازه ده”
author avatar
2 Mar 2016 - 20:09

ميمنه (پژواک ١٢ کب ٩٤): د فارياب والي وايي، د طالبانو لاس ته د پښتونکوټ ولسوالۍ د خواجه موسى سيمې لوېدل، يواځې يوه اوازه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فارياب ځينو سيمه ييزو سرچينو پرون ويلي وو، چې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د خواجه موسى سيمه کې چې د جنرال دوستم په مشرۍ د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې وه، يو ځل بيا د طالبانو له لوري نيول شوې ده.

خو د فارياب والي سيد انور سادات نن مازيګر په ميمنې ښار کې په مطبوعاتي ناسته کې د يادو اوازو په ردولو سره وويل، د هغو عملياتو په ترڅ کې چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم تر امر لاندې په خواجه سبزپوش او پښتونکوټ ولسواليو کې د طالبانو له منځه وړلو په موخه پيل شوي و، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

سادات وويل، چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د عملياتو په ترڅ کې لسګونه وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه راز ١٢٠ نور طالبان زنداني او تسليم شوي دي.

هغه دغه راز زياته کړه، په پښتونکوټ کې هم د ملا نورالحق او يو شمېر نورو مشهورو قوماندانانو په ګډون ٥٠ طالبان وژل شوي او له ٩٠ زيات ټپيان دي.

د فارياب ياد لوړپوړي چارواکي وويل: "د طالبانو جګړه ييز ماشين له کار لوېدلى او د ميمنې ښار په شمال کې ١٨ کيلومټره شا ته شړل شوي دي."

د والي د څرګندونو پر بنسټ، په خواجه موسى کې د ولسمشر د لومړي مرستيال تر نظر لاندې د عملياتو تر سره کول؛ د يادې سيمې د بازار نيول نه و، بلکې د ميمنې ښار د امنيتي کمربند او پوستو رامنځته کولو په برخه کې پياوړتيا وه، چې په ترڅ کې يې دغه کار تر سره شوى دى.

هغه وويل، د خواجه موسى بازار د يوې حايلې سيمې په منځ کې دى، کوم طالبان چې د عملياتو په ترڅ کې ځپل شوي او له سيمې تښتېدلي وو، يو ځل بيا دغه بازار ته راګرځېدلي دي.

نوموړي له جګړې څخه د بېځايه شويو کورنيو په اړه زياته کړې، هغه لسګونه کورنۍ چې د جګړې له ډاره يې خپل کورونه پرېښي وو، خپلو کورنو ته راګرځېدلي او د  بېړنيو حالاتو کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د هغو کورونو سروې چې د جګړې پر مهال ورته زيان اوښتى، ترسره او له زيانمنو شويو کورنيو سره اړينه مرسته وکړي.

خو يوه قومي مشر چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، جنرال دوستم د خواجه موسى سيمې په نيولو سره د ينګي کلا، جرکلا، ګداى کلا او ځينو نورو سيمو کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړې، خو کله چې د هغه تر امر لاندې ځواکونو د خواجه موسى بازار پرېښود، نو تښتېدلي طالبان بيا سيمې ته راغلل او په بازار او کليو کې يو ځل بيا ځاى پر ځاى شول.

ياد قومي مشر زياته کړه، اوس بازار او ټول کلي د طالبانو په کنټرول کې دي او لوړې څوکې د دولتي ځواکونو په واک کې دي، د سيمې خلک له دې اړخه ډېر اندېښمن دي او ډېرى يې د ميمنې ښار پر لوري د کډې کولو په حال کې دي.

ورته مهال د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ادعا وکړه چې د خواجه موسى مرکز او شاوخوا کلي د طالبانو لاس ته ورغلي او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په ورکولو سره د جرکلا سيمې ته په شا شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.