کابل (پژواک،١٢ کب ٩٤): د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر وايي، تر کومه چې پاکستان پېژني، دې ته په پام سره، د سولې خبرو اترو ته هيله مند نه دى؛ خو بيا هم د سولې ټينګښت په برخه کې له هر راز نوښت څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې خبرو اترو نېټه، د څلوراړخيزې غونډې په څلورمه ناسته کې چې د کب ٤مه کابل کې جوړه شوه، اعلان شوه.
د دې ډلې استازو چې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په کې شامل دي، د طالبانو او نورو ټولو وسله والو مخالفو ډلو څخه غوښتنه وکړه څو له حکومت سره د سولې مخامخ مذاکراتو کې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام اباد کې ترسره شي، ګډون وکړي.
د خبرو اترو تېر څلورو پړاوونو کې چې کابل او اسلام اباد کې ترسره شول، د څلوراړخيزې همغږۍ کوونکې کمېټې د کار لايحې او د لارې نقشي عمومي اصولو په اړه موافقه وشوه او څرګنده شوه، چې کوم کارونه وشي، څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پيل شي.
د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون مشر عبدالستار سعادت، نن له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، هېواد کې چې د سولې ټينګښت لپاره هر راز هڅه کېږي، بايد ملاتړ يې وشي، ځکه سوله د هر افغان غوښتنه ده.
نوموړي زياته کړه: "څومره چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان پېژنو، شک لرو او سولې ته هيله من نه يو."
هغه وويل، هېڅکله د امريکا متحده ايالاتو تر دې دمه پر پاکستان اړين فشار نه دى وارد کړى او په سترو مسايلو کې پاکستان ته لومړيتوب ورکول کېږي.
سعادت د سولې په ټينګښت کې د چين همکاري ته په اشارې سره وويل: "پر چين شک نه لرو؛ خو د چين لپاره لا ډېر ژر ده چې د قضيو ژورو ته ځان ورسوي."
نوموړي هېواد کې پر تلپاتې سولې د ټينګار ترڅنګ وويل: "د سولې ټينګښت ته ډېر هيله مند نه يو؛ خو کوم خوځښت چې ترسره کېږي، بايد ملاتړ يې وشي، که کوچنۍ لاسته راوړنه هم وي، بايد ورته هيله ولرو؛ خو خپله کلکه اندېښنه او شک لرو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن