ترينکوټ(پژواک،١٢کب٩٤): د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس او پنځه طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي نيازو د کب١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه ناوخته ګڼ شمير وسله والو طالبانو د اغا صاحب په تپه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دي چې ټپي پوليس روغتون ليږدول شوى دى.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه طالبان هم وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي چې د وژل شويو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.
ده وويل چې له نښتې وروسته امنيتي ځواکونو پوسته پرېښې ده او طالبانو دوه رنجر موټرې او نور مهمات له ځانه سره وړي دي.
دغه راز د ارزګان د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمنوال محمد اکبر شينوارى هم ياده نښته تاييد کړه او ويې ويل چې په دې نښته کې پنځه پوليس او پنځه طالبان وژل شوي او پوسته هم طالبانو نيولى ده.
دغه راز د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم ياده نښته تاييدوي.
هغه پژواک ته وويل چې په دې نښته کې شپږ پوليس وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
ده هم وويل چې له يادې پوستې څخه طالبانو دوه رنجرې، يوه سراچه موټر، دوه موټر سايکلې او ګڼ شمير نور جنګي مهمات ترلاسه کړي دي.
هغه په دې نښته کې طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن