ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بهارک کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو نښته دوام لري

په بهارک کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو نښته دوام لري

author avatar
2 Mar 2016 - 12:07
په بهارک کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو نښته دوام لري
author avatar
2 Mar 2016 - 12:07

فيض اباد (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې له نن سهار راهيسې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د وسله والو طالبانو بريدونه پيل شوي او تر اوسه درې وسله وال ژل شوي او يو امنيتي منسوب  ژوبل شوى دى.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخيداد حيدري نن (د کب ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو پر مورچو د وسله والو مخالفينو بريدونه سهار شاوخوا شپږ بجې پيل شوي او لا هم دوام لري.

حيدري زياته کړه چې د طالبانو د بريدونو مخنيوى يې کړى او تر اوسه د دواړو خواوو په نښتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور اسير شوي دي.

نوموړي د يوه امنيتي منسوب د سرسري ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

ياد امنيتي چارواکي زياته کړه چې وسله وال طالبان د بهارک له ګاونډې ولسوالۍ وردوج نه چې د هغوى په لاس کې ده، اکمالېږي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، له يوې مياشتې راهيسې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د کشم، تګاب، تشکان او ارګو ولسوالۍ د مخالفينو له شتونه په بشپړ ډول چاڼ شوې چې په ترڅ کې يې طالبانو دفاعي حالت درلود، خو لومړى ځل دى چې په بهارک ولسوالۍ کې ډله ييز بريدونه کوي.

په ورته وخت کې د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن، په بهارک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د بريد پخلى وکړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.

د بهارک ولسوالي د فيض اباد ښار د سويل ختيځ په ٤٤ کيلومترۍ کې پرته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.