ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو ځای شوي وسله وال له حکومته شکایت لري

یو ځای شوي وسله وال له حکومته شکایت لري

author avatar
2 Mar 2016 - 13:29
یو ځای شوي وسله وال له حکومته شکایت لري
author avatar
2 Mar 2016 - 13:29

تالقان (پژواک، ١٢ کب ٩٤): په تخار ولايت کې له دولت سره يو ځاى شوي وسله وال طالبان وايي چې طالبانو يې ژوند له ستونزو سره مخ کړى او حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل نه دى کړى.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د تخار درقد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته خو د يوې مياشتې په تېرېدو سره افغان امنيتي ځواکونو وکولاى شول دغه ولسوالي بېرته ونيسي.

د يادې ولسوالۍ تر نيولو وروسته يو شمېر وسله وال طالبان له حکومت سره يو ځاى شول.

خو اوس دغه يو ځاى شوي وسله وال وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغو کسانو له ډلې د درقد یوه اوسېدونکي فدامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دوه مياشتې وړاندې له حکومت سره يو ځاى شوي، خو له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((زه طالب نه وم، خو چې درقد طالبانو ونيوه، زه يې اړ ايستم چې له هغوی سره وسله واخلم خو کله چې حکومت بېرته دغه ولسوالۍ ونيوه زه له حکومت سره يو ځاى شوم خو اوس طالبان اخطارونه راکوي چې زموږ وسله دې حکومت ته ورکړې وژنو دي.))

هغه وايي چې حکومتي چارواکي بايد په پر خپلو ژمنو عمل وکړي؛ ځکه دوى ته په اوله کې د سر او مال د ساتنې ضمانت کړى و.

ده وويل: ((په تالقانو کې د سولې شورا د يوې اونۍ لپاره کوټه راکړه خو وروسته يې راته وويل چې موږ مالي امکانات نه لرو خپل غم وکړه، زه اوس نه کلي ته تللى شم او نه ښار کې اوسېداى شم.))

هغه وايي چې څه موده وړاندې يې يو ملګرى کلا خان د طالبانو له لوري په دې تور و وژل شو چې ولې له حکومت سره يو ځاى شوى و او د طالبانو وسله يې حکومت ته ورکړې ده.

دغه راز د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ اوسېدونکي او له دولت سره يو بل يو ځاى شوي وسله وال مخالف د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې له حکومت سره يوځاى شوى دى.

هغه زياته کړه: ((په سیمه کې مو طالبان دي، اخطارونه راکوي چې بېرته راشه له موږ سره وسله واخله، راته پیغامونه رالېږي چې که را نه شې تا او کورنۍ به دې په امان کې نه وى، اوس دولت هم را سره ناغېړي کوي، لږ تر لږه د اوسېدو ځای هم نه راکوي، موږ حيران پاتې یو چې څه وکړو؟))

د هغه په وينا که حکومت د دوی په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي دوى اړ دي چې بېرته له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.