پلخمري (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د بغلان ولايت پر مرکز پلخمري ښار يو ځل بيا راکټي بريد شوى او مرګ ژوبله نه لري، خو خلک يې اندېښمن کړي او د ورته بريدونو د مخنيوي غوښتنه کوي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د (بي اېم يو) درې مرمۍ د پلخمري ښار پر بېلابېلو سيمو لګېدلې چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.
هغه زياته کړه چې يادې مېرمۍ په درېيمه ناحيه د سيند پر غاړه او دوې نورې مرمۍ د همدې ناحيې د فرحت تپې سيمې شاوخوا لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د بغلان د امنيې قوماندانۍ او ولايت مقام د ودانيو ترمنځ د استوګنې پر يوه کور د راکټ مرمۍ لګېدو له امله يو ځوان ووژل شو او دوه ماشومان ټپيان شول.
تېره اوونۍ هم د BM1 توغول شوې مرمۍ په پلخمري ښار کې د مرستيال والي په دفتر ولګېده چې له امله يې يو کس ووژل شو او د مرستيال والي د موټر چلوونکي په ګډون درې ملکي وګړي ژوبل شول، خو والي او مرستيال ته يې زيان نه و رسېدلى.
د روان کال په اوږدو کې له ډنډغوري سيمې په درېيو پړاوونو کې پر پلخمري ښار د وسله والو مخالفينو لخوا ١٢ راکټونه وتوغول شول چې له امله يې يو ماشوم او يو بل کس ووژل شول او څه باندې ١٠ نور ټپيان وو.
د پلخمري ښار اوسېدونکي پوښتنه کوي چې دولت ولې تر اوسه پورې د راکټي بريدونو مخنيوى نه دى کړى.
د پایین تپه فرحت اوسېدونکي محمد رجب پژواک ته وويل: ((په ډنډغوري کې د چاڼيزو عملياتو يوه مياشت تېرېږي، خو دولت تر اوسه هم نه دى توانېدلى چې د راکټ توغېدو لورى څرګند کړي، توغوونکي يې له منځه يوسي چې نور پلخمري ښار له راکټونو خوندي شي.))
ځايي چارواکي وايي چې نيازالله، اکاخېل، عرپ تپه او سالنګي ها کلي د وروستيو څو ورځو په عملياتو کې له طالبانو نيول شوي او د ډنډغوري ټولې سيمې به ډېر ژر د دولتي ځواکونو تر واک لاندې راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن