ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ډنډغوري سیمه چاڼ شوه

چارواکي: ډنډغوري سیمه چاڼ شوه

author avatar
3 Mar 2016 - 11:58
چارواکي: ډنډغوري سیمه چاڼ شوه
author avatar
3 Mar 2016 - 11:58

پلخمري (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د بغلان والي ادعا کوي چې طالبان يې له ډنډغوري ساحې ایستلي او ياده سيمه امنيتي ځواکونو نيولې ده.

عبدالستار بارز نن له غرمې وړاندې په ډنډغوري سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ډنډغوري پاتې سيمې پرېيښې او د سمنګانو پولې ته نږدې د دهنه غوري ولسوالۍ د چونغر غرونو ته تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه چې طالبانو تر پرون ورځې پورې سخت مقاومت وکړ، خو د پوره شمېر امنيتي ځواکونو او ګردجنې هوا په سبب يې د مقاومت توان له لاسه ورکړ او ډنډغوري دا مهال د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

بارز وايي چې امنيتي ځواکونه د شکمنو کورونو پر تلاشي کولو بوخت دي.

ځايي چارواکو ويلي وو چې د وروستيو څو ورځو په عملياتو کې يې د نيازالله، اکاخېل، عرب تپه او سالنګي ها کلي له طالبانو نيولي او د جوى نو او احمدزي کلي چې د طالبانو اصلي مقر دى، لا هم پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په دې وروستيو کې امر کړى و چې ډنډغوري سيمه دې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه شي.

په دې وروستيو کې د ډنډغوري سيمې نه په پلخمري ښار د BM1 څو مرمۍ توغول شوې چې مرګ ژوبله او زيانونه يې هم لرل. له ډلې د بغلان مرستيال والي پر دفتر هم يو راکټ لګېدلى و چې مسووليت يې طالبانو پر غاړه واخيست.

په ورته وخت کې د پلخمري ښار اوسېدونکي نيوکه کوله چې دولتي ولې تر اوسه پورې ددې راکټي بريدونو مخنيوى کې پاتې راغلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.