ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان په ډنډغوري کې د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه

د بغلان په ډنډغوري کې د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه

author avatar
5 Mar 2016 - 15:16
د بغلان په ډنډغوري کې د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه
author avatar
5 Mar 2016 - 15:16

 پلخمري (پژواک،١٥ کب ٩٤ ): امنيتي ځواکونو د بغلان په ډنډغوري کې د سړک غاړې ماينونو په ګډون د مهماتو يوه زېرمه ترلاسه کړه او د کورونو تلاشي او وسله والو مخالفينو لټون ته دوام ورکوي.

شمال ولايتونو کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمدنادر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مهماتو دا زېرمه د ډنډغوري محمدزيو سيمه کې کشف شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د وسايطو ضد ٢١ ماينونه،٢١ بوشکې چاودېدونکي توکي،١٢ بورۍ هغه توکي چې د ماينونو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي او د باروتو په ګډون يو اندازه نور مهمات ترلاسه شوي دي.

 د ملي اردو دې مقام وويل چې دا مهمات ډنډغوري کې د طالبانو د عمومي قوماندان مولوي لعل محمد په کور کې زېرمه شوي وو.

سيمه ييزو مسوولينو دوه ورځې وړاندې ويلي و چې ډنډغوري سيمه د مخالفينو له شتون څخه چاڼ شوې  او هغوى د سمنګان ولايت پولې ته څېرمه د دهنۀ غوري ولسوالۍ غرونو ته تښتېدلي دي.

د هغوى په وينا، له طالبانو سره د نښتې پرمهال ، ١٩ طالبان وژل شوي ، اووه ټپيان دي او درې نيول نيول شوي دي.

د شاهين ٢٠٩ قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول وويل چې د نيازالله،اکاخېل،عرب تپه، سالنګ  ها، جوى نو او احمدزيو کليوپه ګډون د ډنډغوري ټولې سيمې تصفيه شوې دي، امنيتي ځواکونه اوس هم د کورونو تلاشي او وسله والو مخالفينو لټون ته دوام ورکوي.

طالبانو تر اوسه د ډنډغوري ولسوالۍ د له لاسه ورکولو په اړه چې له ٩ مياشتو راهيسې يې په واک کې وه، رسنيو ته  څه نه دي ويلي دي.

ډنډغوري ولسوالۍ چې شاوخوا دوکيلومتره له پلخمري ښار څخه لرې پرته ده او نفوس يې ٣٠ زره کسان اټکل شوى  ، د وروستيو جګړو له امله  سلګونه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوې او پلخمري ښار او نورو امن سيمو ته تللې دي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.