ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امني په بدخشان کې سوداګرۍ ته زيان اړولى

نا امني په بدخشان کې سوداګرۍ ته زيان اړولى

author avatar
5 Mar 2016 - 14:55
نا امني په بدخشان کې سوداګرۍ ته زيان اړولى
author avatar
5 Mar 2016 - 14:55

فيض اباد(پژواک، ١٥ کب ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې نا امنۍ په بدخشان کې سوداګرۍ ته ګوزار ورکړى او سوداګر جرئت نه شي کولى چې په دې ولايت کې پانګونه وکړي.

د بدخشان د اقتصاد رياست يوه چارواکي عبدالحسيب، په تېر کال کې د پانګونې کچه ٢١٤ ميليون ډالره وبلله او ويې ويل چې په روان کال کې دا شمېره ١٢٨ ميليون ډالرو ته را ښکته شوې ده.

نوموړي چې د بدخشان د اطلاعاتو او کولتور رياست په تالار کې يې خلکو او مدنې ټولنې ته د دولتي بنسټونو د راپور ورکولو پروګرام کې د اقتصاد رياست فعاليتونه وړاندې کول، د پانګونې وضعيت يې د اندېښنې وړ وباله.

دقيق زياته کړه:((موږ له دولت څخه غواړو چې د  نا امنه سيمو د امنيت په خوندي کولو کې اقدام وکړي، له دې پرته به وزګارتيا د هرې ورځې په تېرېدو سره زياته شي او ګڼې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې به رامنځته کړي.))

د کشم ولسوالۍ يوه سوداګر نظرمحمد وويل چې پانګونه په څو لاملونو کمه شوې ده، يو لامل يې پر فيض اباد او اشکاشم لويه لاره نا امني ده چې سوداګر نه شي کولى خپل مالونه د اشکاشم بندر له لارې چې له تاجکستان سره په پوله ده، صادرات او واردات وکړي.

هغه زياته کړه، بل لامل دادى چې په اشکاشم بندر کې  تخنيکي امکانات او سوداګريزې ستونزې نشته او دولت ورته پاملرنه نه کوي.

 دې سوداګر په ډاګه کړه:((درېيمه ننګونه داده چې ډېرى کانونه د غير قانوني وسله والو په لاس کې دي او سوداګر چې اوسمهال د لاجوردو په ګډون ګران بيه ډبرې يې تاجکستان او له هغه ځايه منځنۍ اسيا ته لېږدولې، اوس نه غواړي چې خپله پانګه په خطر کې واچوي.))

د بدخشان د سوداګرۍ او صنايعو مديرغلام معصوم مجددي همدارنګه وويل چې په روان کال کې يې ٩ سوداګريز جوازونه سوداګرو ته ورکړي او په ټوليز ډول يې ورڅخه ٦٤زره افغانۍ عايد تر لاسه کړى دى.

 مجددي وويل چې لامل يې له نا امنۍ را پيدا شوې ستونزې دي او سوداګر د اشکاشم، شغنان او نسي ولسواليو د بندرونو له لارې سوداګريز فعاليت نه شي کولى، ځکه خو عوايد هم کم شوي دي.

د هغه په خبره، تېر کال يې اووه سوداګريز جوازونه ويشلي دي چې ټول يې څه باندې ٥٠ زره افغانۍ کېږي.

د بدخشان د سوداګرۍ او صنايعو مدير زياته کړه:((نا امنيو په بدخشان کې سوداګرۍ ته ګوزار ورکړى او سوداګر ددې جرئت نه شي کولى چې په دې ولايت کې پانګونه وکړي.))

مجددي وويل چې د وردوج ولسوالۍ نښلوونکې لارې چې اشکاشم او شغنان ولسواليو سره نښلوي، د طالبانو لخوا بندې شوې او سوداګر نه شي کولى چې ددې ولسواليو له دوو بندرونو سره چې د تاجکستان سره په پوله دي، صادرات او واردات وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.