کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٤): وسله وال طالبان وايي چې په څلوراړخيزه غونډه کې يې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او نه يې هم مشرتابه په دې غونډو کې چاته د ګډون لپاره دنده سپارلې ده.
د څلوراړخيزې غونډې په وروستۍ ناسته کې (د کب څلورمه) له طالبانو او نورو مخالفو وسله والو څخه وغوښتل شول، چې د خپلو باصلاحيتو استازو له لارې دې د افغانستان له دولت سره د سولې په مخامخ لومړيو خبرو کې چې تمه ده د روانې کب مياشتې په منځنيو ورځو کې په اسلام اباد کې ترسره شي، ګډون وکړي.
خو د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى هغه اوازې چې ګواکې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور په را روانو غونډو کې خپل استازي ته د ګډون اجازه ورکوي، ردوي او هغه افواهات بولي.
ده زياته کړې: ((په صراحت سره وايو چې د اسلامي امارت زعيم په دې غونډو کې د ګډون لپاره هېچا ته هم وظيفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شورا په دې غونډو کې د ګډون فيصله کړې ده.))
طالبان وايي، د دوى سياسي دفتر د مذاکراتو په اړه په جريان کې شوى نه دى .
د هغه په وينا، دوى لکه څرنګه چې يې د پګواش په کنفرانس کې وضاحت وکړ، اوس يو ځل بيا هم هغه دريځ تکراروي، ترڅو چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي، تور لېستونه نه وي ختم شوي او بنديان يې نه وي ازاد شوي، "بې مفهومه او تېر ايستونکي مذا کرات به هېڅ نتيجه هم ور نه کړي."
طالبان زياتوي، دا چې له يوې خوا امريکايان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه را لېږي، په مختلفو جبهو کې لا هم بمبار ته دوام ورکوي او د شپې چاپو کې په خپله ونډه اخلي، له بلې خوا د کابل ادارې په مختلفو ولايتونو کې جګړې پراخې کړې دي او زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي، ورسره په څنګ کې د مذا کراتو او څلور اړخيزو غونډو جريان او تبليغات هم ښه په قوت کې روان دي، چې دا په خپله دوه متضاد حرکتونه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن