ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د مستوفیت عواید ۲۵ سلنه ډېر شوي

د غزني د مستوفیت عواید ۲۵ سلنه ډېر شوي

author avatar
6 Mar 2016 - 11:18
د غزني د مستوفیت عواید ۲۵ سلنه ډېر شوي
author avatar
6 Mar 2016 - 11:18

غزني ښار (پژواک، ۱۶ کب ۹۴): د غزني ولايت د مستوفيت د عوايدو کچه د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه لوړه شوې ده.

د غزني ولايت مستوفي فدامحمد عزيزي د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت عوايد ٢٦٦ ميليونه افغانۍ وو خو سږ کال ٣٩١ ميليونه افغانۍ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((نو په دې حساب سږ کال زموږ د عوايدو کچه ٢٥ سلنه لوړه شوې ده.))

عزيزي د عوايدو د کچې د لوړوالي په اړه وويل چې د دغه ولايت په ولسواليو کې يې هم د مالياتو د را ټولونې لړۍ پيل کړې ده.

ده وويل: ((د ماليې وزارت موږ ته ٣٤٣ ميليونه افغانۍ هدف ټاکلی و، خو موږ ٣٩١ ميليونه راټول کړي دي.))

هغه زياته کړه چې دغه راټوله شوې ماليه به له پلان سره سم د غزني ولايت د بيارغونې په برخو ولګول شي.

دغه راز د غزني والي محمدامان حميم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت يو شمېر شرکتونو شتون درلود چې په تېرو ١٤ کلونو کې ماليه نه وه ورکړې.

خو هغه وايي چې دغه شرکتونه يې اوس ثبت کړي دي او په منظم توګه ماليه ورکوي.

ده وويل: ((د دغو شرکتونو د ماليې ورکونه هم د دې لامل شوه چې زموږ د عوايدو کچه ٢٥ سلنه لوړه شي.))

حميم اندېښنه وښوده چې د دغه ولايت د مالياتو په را ټولولو کې ناغېړي او فساد شتون لري.

خو هغه وايي: ((د دغه کار د مخنيوي لپاره ما يو کمېسيون  جوړ کړى تر څو د فساد مخه ونيسي او مفسدين د قانون منګلو ته وسپاري.))

د غزني ولايت اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل: ((موږ د ماليې په اړه هېڅ خبر نه لرو، دا لومړى ځل دى چې زه د ماليې خبره اورم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.