کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتیازي شپږم کال د ولسمشر غني له لوري پرانيستل شو.
دا مراسم نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د ولسمشر غني، د ولسمشر د دويم مرستيال، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر د پخواني مرستيال کريم خليلي، د حکومت اجرايي مشر او مرستيالانو او يو شمېر اوسنيو او پخوانيو چاراوکو په شتون کې پيل شول.
د ملي شورا ٤٥ ورځنۍ ژمنۍ رخصتي نن پاى ته ورسېده.
د هېواد اساسي قانون د ١٠٧مې مادې پر بنسټ، ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې رابولي چې د دواړو کلنۍ کاري موده ٩ مياشتې ده.
د دې مادې له مخې، د ملي شورا د ايجاب په صورت کې کېدى شي چې دا موده وغځېږي. د شورا فوق العاده جلسې د رخصتيو پر مهال د ولسمشر په امر جوړېدلى شي.
ملي شورا په داسې حال کې خپل کار پيلوي چې ولسمشر غني د ملي شورا له استازو سره تر مشورې وروسته په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه تقنيني فرمان لاسليک کړ او حکومت هيله لري چې دا فرمان د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د لومړي فرمان په څېر رد نه شي.
د اساسي قانون په٧٩مه ماده کې راغلي، ولسمشر کولى شي چې د ولسي جرګې د رخصتۍ پرمهال د بېړنۍ اړتيا له مخې تقنيني فرمانونه صادر کړي او د دې مادې پر بنسټ، تقنيني فرمانونه د ولسمشر له توشيح وروسته د قانون حکم خپلوي.
تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ ناستې له نېټې وروسته د دېرشو ورځو په ترڅ کې شورا ته وړاندې شي او که چېرته د ملي شورا له لوري رد شي، نو خپل اعتبار له لاسه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن