ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د حکومتي ادارو دوه رییسان د فساد په تور نیول شوي

د پکتیکا د حکومتي ادارو دوه رییسان د فساد په تور نیول شوي

author avatar
6 Mar 2016 - 16:33
د پکتیکا د حکومتي ادارو دوه رییسان د فساد په تور نیول شوي
author avatar
6 Mar 2016 - 16:33

ښرنه (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د پکتيکا ولايت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې او چاپېريال ساتنې رييسان د ملي امنيت له لوري د اداري فساد په تور ونيول شول.

د پکتيکا د ملي امنيت يوې باوري سرچيني د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو څلور ورځې وړاندې د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې رييس يحيى غفورزى د اداري فساد په تور نيولى دى.

ده وويل چې غفورزي پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

دغه راز هغه وويل چې تېره شپه د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد طاهر يعقوبي هم د اداري فساد د ترسره کولو په تور د ملي امنيت له لوري ونيول شو.

هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ښرنې ښار اوسېدونکي مومن افغان د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې او نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييسانو د نيولو کېدو په اړه بې خبري وښوده خو زياته يې کړه: ((زه د دې کسانو په نيول کېدو خبر نه يم خو په وړو مامورينو څه نه کېږي، دغسې دغه غټ کسان يې چې ونيسي نو اېله به له دې وطن نه اداري فساد ورک شي.))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې د پکتيکا والي، امنيه قوماندان، د امنيت امر او ځيني نور چارواکي په کابل کې دي او په پکتيکا کې پاتې نور چارواکي خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.