کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د کابل پوليس وايي چې دوه ترکي وګړي په کابل ښار کې د يوه بريدګر له لوري وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ٦:٠٠ بجې د حاجي يعقوب په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال فريدون عبيدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر ترکي او افغاني وګړي د کابل په يوه مغازه کې د توکو په پېرلو بوخت وو چې يوه بريدګر پرې بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه ترکي وګړي وژل شوي او د افغان وګړو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.
د پوليسو دغه چارواکي زياته کړه چې بريدګر تښتېدلى او په اړه يې د پوليسو څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن