جلال اباد (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د ننګرهار ولايت له ډیورنډ کرښې سره په پرتې ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پاکستاني ځواکونو د ډيورڼد پولې دې غاړې پر افغان ځواکونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې وې.
هغه زياته کړه چې دا ډزې په وقفه يي توګه روانې دي، خو تر اوسه د افغانستان لور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د بلې غاړې له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.
د ننګرهار د ولایتي شورا رييس احمدعلي حضرت هم ياد بريد تاييد کړى او وايي چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي په سيمه کې پر افغان سرحدي ځواکونو د درنو وسلو ډزې کړې دي خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دى ورکړل شوى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، کله چې د سولې خبرې زور اخلي، نو د پاکستان له لوري دا ډول بريدونه پيلېږي.
د ننګرهار ولايت نورو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، دوه کاله مخکې هم پاکستاني ځواکونو په ياده سيمه کې د دروازې او تاسيساتو د جوړولو هڅه کړې وه چې پر مهال يې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن