کابل (پژواک،١٧ کب ٩٤): د جاپان په مالي مرسته په ننګرهار کې د خرما نيالګيو لومړنۍ فارم رامنځ ته کېږي او د ياد هېواد له لوري دې ولايت کې يوه دارالايتام هم جوړېږي.
د يادو شويو دواړو پروژو تړون په افغانستان کې د جاپان سفارت مرستيال او د دوو نادولتي شرکتونو له استازو سره، نن په کابل کې لاسليک شو.
د جاپان مرستيال سفير ياسوناري مورينو (Yasunari Morino) وويل، ټاکل شوې د خرما نيالګيو ايښودلو د ترويج فارم د خيوې ولسوالۍ ګمبېري دښته کې په لس جريبه ځمکه کې جوړ شي.
د نوموړي په وينا، دا فارم په خپل ډول کې لومړۍ پروژه ده، چې ٥٠٠ د خرما نيالګي به په کې کېښودل شي او دې ولايت کې د خرما نيالګيو ايښودلو ترويج ته به لاره هواره شي.
د دې ترڅنګ د جاپان مرستيال سفير وويل، دا هېواد د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې په خپل مالي لګښت يو دارالايتام جوړوي، چې د ٨٠ يتيمو نجونو او هلکانو د ساتلو وړتيا به ولري.
ياسوناري مورينو يادونه وکړه، چې يادې دواړه پروژې په څه باندې ١٧٢زرو ډالرو لګښت په راتلونکي يوه کال کې بشپړې شي، چې د ننګرهار خلکو لپاره به په کې کاري زمينې برابرې شي او هم به د کډوالۍ کمېدو لامل وګرځي.
د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې، دې هېواد له ١٣٨٠ راهيسې د څه باندې پنځو ميلياردو او ٨٧٠ ميليونو ډالرو په اندازې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې مرستې کړې دي چې ډېرى يې په بشري، امنيتي، پوهنې، روغتيايي، فرهنګي، کرنيزو او د دولت کارکوونکو د ظرفيت لوړول برخو کې لګول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن