جلال اباد (پژواک، ۱۷ کب ۹۴): په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان وايي چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر ځينو سيمو د پاکستاني ځواکونو د بريدونه له امله شاوخوا دوه سوه کورنۍ کډه شوې دي.
ګوشته د ډيورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ ده چې د تېرې ورځې د نښتو تر څنګ پرې په دې وروستيو کې له هغې خوا د پاکستاني پوځيانو بريدونه کېږي.
تېره ورځ (د کب ۱۶مه) د يادې ولسوالۍ د " انارګي" په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو تر بريد وروسته افغان سرحدي ځواکونو ځوابي بريدونه وکړل او دې نښتې د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ.
د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري د کب په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې له پاکستاني پوستو د ګوشتې پر ځينو کليو بريدونه کېږي.
شينواری زياتوي چې د دغو بريدونو له امله شاوخوا دوه سوه کورنۍ بېځايه شوې او په نورو سيمو کې مېشتې شوې؛ خو مرګ ژوبله نه ده ور اوښتې.
د سرحدي زون قوماندان زياتوي: ((زموږ سرتېري په عالي مورال کې دي او له خپلې خاورې د دفاع توان لري.))
د ګوشتې یوه اوسېدونکي ډاکتر نعمت الله پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه شاوخوا درې سوه کورنۍ د پاکستاني پوځيانو د بريدونو له امله بېځايه شوې دي.
هغه وايي: ((يوه مياشت کېږي چې پاکستاني ځواکونه د ګوشتې د انارګي، سلاله څلي او ور څېرمه سيمو د توپونو او راکېټونو بريدونه کوي، تېره ورځ د ورته بريدونو په ځواب کې زموږ ځواکونو هم بريدونه وکړل.))
د نوموړي په وينا، له دغو بريدونو څخه د پاکستاني لوري موخه دا ده چې غواړي د ګوشتې ځينې سيمې لاندې کړي؛ ځکه د ده په خبره د سيمې له اوسېدونکو يې غوښتنه کړې څو پاکستاني شناخت کارډونه واخلي.
رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل اسرالله مراد پژواک اژانس ته يادونه وکړه چې د ګوشتې په ځينو سيمو د پاکستان د بريدونه له امله ځايي اوسېدونکي په ستونزو کې دي.
مراد يادونه وکړه چې دغه بريدونه دې بند شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن