ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دى

په افغانستان کې د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دى

author avatar
7 Mar 2016 - 14:22
په افغانستان کې د زعفرانو کښت د پراختيا په حال کې دى
author avatar
7 Mar 2016 - 14:22

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤): سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله ١٧ سلنه لوړ شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو کروندګرو له خپلو کروندو نه ٤٦٧٥ کيلوګرام زعفران حاصل ترلاسه کړى دى.

سرچينې په خبرپاڼه کې ليکلي چې تېر کال دا شمېره شاوخوا څلور زره کيلوګرامه وه.

د کرنې وزارت وايي چې د حاصلاتو په ډېرښت کې د ٢٣٦ مټريک ټنو زعفران پيازو (تخم)، کښت او حاصل ټولولو وسايلو وېش، د زعفرانو د ٢٣٦ نمايشي قطعو جوړولو، د کر، مراقبت او حاصل ټولو په برخه کې ٣٣٥ کروندګرو او محصلينو ته د نوو لارو چارو ښودلو، د ٢٣٦ کرنيزو بستو او زعفرانو د وچولو ماشين الاتو وېش رول درلودلى دى.

سرچينې د جزئياتو له ورکړې پرته څرګنده کړې چې د دغه بوټي چې د (سرې طلا) نوم ورکړل شوى، تر ټولو زيات حاصلات يې له هرات ولايت نه ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې وزارت د مرستندويه موسسو په همکارۍ، د روان کال په پيل کې يو پلان طرحه کړى چې له مخې يې د زغفرانو کښت د هېواد ٢٣ ولايتونو ته پراختيا مومي.

سرچينې زياته کړې: ((دا پروګرام په جديت سره د پياوړو متخصصينو او کروندګرو له لوري پلې شوه او موږ وتوانېدو چې ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. سږ کال په ټول افغانستان کې په ١٠٧٣هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.))

په وروستيو درېيو کلونو کې د افغانستان زعفرانو د ذايقې سنجس او خوراکي توکو کيفت د نړيوال انسټيټيوټ له خوا د نړۍ تر ټولو د ښو او غوره زعفرانو لقب ترلاسه کړ.

د زعفرانو کښت د خپلې بيې د لوړوالي او موثريت له امله په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ښه بديل کېدلى شي؛  ځکه چې افغانستان د زغفرانو د کښت لپاره يو مساعد هېواد دى.

د راپورونو له مخې، اوسمهال په کورنيو بازارونو کې د افغانستان يو کيلو زعفران په دوه زره  او په بهرنيو بازارونو کې په ٢٥٠٠ امريکايي ډالرو پلورل کېږي.

د کرنې متخصصين وايي، زعفران د چای او خوړو د خوند او رنګ تر څنګ، د روغتيايي چارو او درملو په برخه کې هم کارېږي چې له دې ډلې د سرطان ناروغۍ په مخنيوي کې هم ونډه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.