ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چارسده کې ځانمرګي بريد ٤٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په چارسده کې ځانمرګي بريد ٤٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
7 Mar 2016 - 12:09
په چارسده کې ځانمرګي بريد ٤٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
7 Mar 2016 - 12:09

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده کې د ځانمرګي بريد له امله ١٧ تنه وژل شوي او تر ٣٠ ډېر ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنيو د کب په ١٦مه خبر ورکړى چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د چارسدې اړوند د شبقدر سيمې په يوه ځايي محکمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې ځانمرګى بريدګر پلى و او غوښتل يې چې د محکمې ودانۍ ته ننوځي، خو د پوليسو له خوا پېژندل شوى او بيا پرې ډزې شوې دي.

ځايي امنيتي چارواکو ويلي چې له ډزو سره سم ځانمرګي بريدګر ځان ته چاودنه ورکړې چې له مله يې  د دوو پوليسو په ګډون ١٧ تنه وژل شوي او تر ٣- ډېر ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د يادونې ده، څه موده مخکې د چارسدې پر پوهنتون هم ډله ييز بريد شوى و چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.