ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قهرمان: د مسوولینو وظیفوي غفلت د پوستو د سقوط لامل کېږي

قهرمان: د مسوولینو وظیفوي غفلت د پوستو د سقوط لامل کېږي

author avatar
8 Mar 2016 - 16:17
قهرمان: د مسوولینو وظیفوي غفلت د پوستو د سقوط لامل کېږي
author avatar
8 Mar 2016 - 16:17

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ کب ۹۴): په هلمند ولايت کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې د ځينو امنيتي مسوولينو د وظيفوي غفلت له امله د يو شمېر سيمو پوستې سقوط کوي.

په هلمند کې د امنيت ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د کب په ١٨مه خبريالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو تر ډېره د جګړې توان له لاسه ورکړی خو د ځينو امنيتي مسوولينو د وظيفوي غفلت له امله د ځينو سيمو پوستې سقوط کوي.

ده وويل: ((کوم کسان چې وظيفوي غفلت کوي او پر پوستو يې طالبان بريدونه کوي، دوى خپله وژل کېږي، بايد وظيفوي غفلت ونه کړي.))

قهرمان  په داسي حال  کې د وسله والو د کمزورتیا خبره کوي  چې په تېرو څلورو  ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وسله والو طالبانو ډېری پوستې نيولې او  امنيتي سرتېرو ته  يې مرګ ژوبله اړولې ده.

قهرمان تاييدوي چې تېره شپه په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې يو شمېر پوستې وسله والو طالبانو نيولې خو وايي چى د دوامداره ساتلو توان يې نه لري.

هغه زياته کړه: ((طالبان د ورځې له مخې د جګړې توان نه لري خو د شپې له مخې وظيفوي غفلتونه او ځينې نورې ستونزې د دې لامل کېږي چې طالبان ځينې پوستې ونيسي.))

ده وويل چې په پوستو کې يې ستونزې په نښه کړې او د حل کولو په موخه يې هلې ځلې هم پيل کړې دي.

قهرمان د هلمند ولايت د سقوط اوازې رد کړې او وایي چې ولسمشر غني او بهرني ځواکونه دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د قهرمان په وينا، بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په شپني عملياتو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.

هغه وويل چې د لښکرګاه ښار د امنيت د ټينګښت په موخه يې يوه درې سوه کسيزه ډله هم جوړه کړې ده.

هغه وايي چې په دغه ولايت ځکه د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات ټکني روان دي چې هغوی د خلکو په کورونو کې پټ دي او دوى نه غواړي د عملياتو پر مهال عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې يې د امنيت د ټينګښت په موخه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او ځيني پلانونه يې هم جوړ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.