ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاودنه کې ړوند شوی پولیس د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو په ارمان دی

په چاودنه کې ړوند شوی پولیس د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو په ارمان دی

author avatar
8 Mar 2016 - 12:04
په چاودنه کې ړوند شوی پولیس د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو په ارمان دی
author avatar
8 Mar 2016 - 12:04

خوست ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٤): په جګړه کې معيوب شوی پوليس وايي چې د خپل هېواد او دولت لپاره د سختې قربانۍ په ورکړې سره بيا هم دولت داسې هېر کړی چې ګنې هېڅ تړاو يې ورسره نه درلود.

ساتنمن محمد نذير د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د شډل کلي اوسېدونکی دی او په ۲۰۱۲ زېږديز کال د لوی اختر په لومړۍ ورځ په يوه بمي چاودنه کې د بدن ځيني غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې له پژواک اژانس سره ځينې هغه ترخې خاطرې شريکې کړې چې د پېښې پر مهال او يا له هغه را وروسته ورسره مخ دی.

ده وويل چې په ملي پوليسو کې يې نږدې درې کاله دنده ترسره کړه او ويې غوښتل چې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې د خاورې په ساتنه کې خپل مسووليت پر ځای کړي.

محمد نذير زياته کړه، يوه ورځ د معمول په څېر دی او نور پوليس ملګري يې د ګربزو له ولسوالۍ څخه په ګزمې راووتل چې لږ مخکې تلل، يوه پېشو يې د سړک پرغاړه په پړي تړلې وليدله.

هغه زياته کړه: ((زه مخکې او نور پوليس راپسې وو، کله مې چې پېشو خلاصه کړه ومې ليدل، چې د بوشکې يو غټ ماين ځای پر ځای شوی. ما غږ چې ماين دی او په دې سره مې لښتي ته ځان وغورځاوه، ماين چاودنه وکړه او بيا پر ځان نه يم پوهېدلی.))

محمد نذير وايي، د پېښې په ورځ چې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، د ترخيص اخيستو نېټه يې هم پوره شوې وه او د عرفات په ورځ يې له خپل قوماندان څخه د رخصت غوښتنه کړې وه، خو رخصت يې ورنه کړ.

د نوموړي په وينا، درملنه يې د بګرام په روغتون وشوه، خو دواړه سترګې يې ړندې شوې او ښی لاس يې د اوږې په برخه کې پرې شو چې اوس يې هم زخمونه سم نه دي جوړ شوي.

هغه زياتوي: ((مخکې له دې چې پوليسو ته راشم، شپږ کاله مې په ملي اردو کې هم دنده ترسره کړه او د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت وم هلته مې ترخيص واخيست.))

نذير وويل، د خپلې کورنۍ يواځېنی غړی و چې د کور اړتياوو د پوره کولو مسووليت يې پر غاړه و، خو چې معيوب شوی، کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړى وايي: ((زما په ګډون د خپلې کورنۍ ټول ۱۴ غړي يو، په دې کې ۷ زما بچيان دي. دوه مې بوډا مور او پلار دي. يو مې ورور دی او دوې مې خويندې دي.))

د هغه په وينا، تر پېښې مخکې يې چې د خپلې کورنۍ غړي لیدلي، هماغه انځورونه يې اوس هم په ذهن کې راتاوېږي، خو زياتوي پوهېږي چې بچيان يې لوی شوي او په لویېدو سره څېرو بدلون کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.