بشکيک ( پژواک، ٢٢ کب ٩٤) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې UNODC مسوولين وايي، چې نشه يي توکي د سيمې د نا امنۍ او جګړو لوی لامل دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په روانه اونۍ کې به د دغې ادارې له لوري د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د رسنيو او نشه يي توکو تر عنوان لاندې دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوی و، چې موخه يې د رسنيو له لارې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پياوړتيا وه .
په کابل کې د يادې ادارې وياند او د پروګرام مسوول هاشم وحدتيار د دغه کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قاچاق وړونکي او مافيايي کړۍ د افغانستان له نشه يي توکو څخه د کال ۶۸ ميليارده ډالر تر لاسه کوي .
نوموړي زياته کړه، د دوی اداره هر کال سروې او څېړنې کوي ،چې له مخې په دې هېواد کې د ترياکو کر، کاروبار او قاچاق څېړل کېږی .
وحدتيار وويل ، چې له ۶۸ ميليارده ډالرو څخه ډېرى پيسې يې نړيوالې مافيايي کړۍ تر لاسه کوي او افغانستان او سيمې ته يې شاوخوا درې ميليارده ډالره رارسېږی.
د ده په خبره، د دغو پيسو يوه برخه وسله والو طالبانو او نورو جرمي شبکو ته په لاس ورځي او هغوى پر دغو پيسو خپل فعاليتونه پر مخ وړي.
د نوموړي په وينا، له ترياکو سره تړلې ناروغۍ او پېښې هر کال دوه لکه انسانان وژني، خو په ترهګريزو پېښو کې ۳۲ زره کسان وژل کېږي، ځکه نشه يي توکي تر ترهګرۍ د بشريت لپاره خطرناک دي .
وحدتيار زياته کړه، د خواشينۍ خبره ده، چې دغې لويې ستونزې ته دومره پام نه کېږی څومره چې د ترهګرۍ سره مبارزې ته کېږي .
د بشکيک د روانې اونۍ په کنفرانس کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، او قرغزستان څخه د رسنيو استازو ګډون کړی و او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه يې خپلې تجربې او وړانديزونه سره شريک کړل .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن