ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې وسله والو درې کسان وژلي

بغلان کې وسله والو درې کسان وژلي

author avatar
13 Mar 2016 - 13:38
بغلان کې وسله والو درې کسان وژلي
author avatar
13 Mar 2016 - 13:38

پلخمري (پژواک،٢٣ کب ٩٤): غير قانوني وسله والو د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه مسافر او طالبانو د برکې ولسوالۍ يو اوسېدونکى د قتل  په تور پر ډزو وژلى دى.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عوض نذيري وايي چې يادو وسله والو نن سهار شاوخوا څلور بجې پر مسافر وړونکي کرولا موټر ډزې وکړې چې له امله يې دوه مسافر ووژل شول.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد موټر د بغلان له مرکز پلخمري ښار نه د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته روان و چې غير قانوني وسله والو د مرکزي بغلان په تره خېل ساحه کې د درېدو اشاره ورکړه، خو کله چې تم نه شو نو ډزې يې پرې وکړې.

نذيري زياته کړه چې د قضيې په تړاو يې درې کسه نيولي او پوليس په دې اړه څېړنه کوي.

د مرکزي بغلان يوه اوسېدونکي مامور علم وويل چې په دې وروستيو کې په ښار او عمومي سړک شاوخوا سيمو کې د غير قانوني وسله والو تګ راتګ زيات شوى چې د خلکو د ځورولو سبب شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دولت بايد دغه غير قانوني وسله وال بې وسلې کړي.))

د بغلان امنيه قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه په ډنډغوري او دهنه غوري سيمو کې د امنيت پر ټينګښت بوخت دي، څو دا سيمه  چې د طالبانو له شتون پاکه شوې، په راتلونکې کې غير قانوني وسله وال په کې بې وسلې کړي.

ځايي چارواکو په ځانګړي ډول په انداربونو او مرکزي بغلان کې د غير قانوني وسله والو شمېر څه باندې زر کسه ياد کړى دى.

بلخوا طالبانو د بغلان ولايت د برکې ولسوالۍ  په تنګي مرچ سيمه  کې يو کس پر ډزو وژلى دى.

امنيه قوماندان وويل چې محمد جمعه بزګر و او طالبانو تېره شپه له خپل کوره تر را ايستلو وروسته په داسې حال کې وژلى چې مېرمنې او اولادونو يې ورته چيغې وهلې.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه ساحې ته تللي او  د قضيې په اړه څېړنه کوي.

د برکې ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا پخواني غړي قاري قدرت الله وويل چې کلونه وړاندې د سيمې يو اوسېدونکى د ناپېژانده وسله والو له لوري د شخصي دښمنۍ په سبب وژل شوى و چې طالبانو يې په تور محمدجمعه په صحرايي محکمه کې محاکمه کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.