ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حمیدزی لالى: د ولسي جرګې د لومړي مرستيال په ټاکنو کې درغلي شوې

حمیدزی لالى: د ولسي جرګې د لومړي مرستيال په ټاکنو کې درغلي شوې

author avatar
13 Mar 2016 - 15:28
حمیدزی لالى: د ولسي جرګې د لومړي مرستيال په ټاکنو کې درغلي شوې
author avatar
13 Mar 2016 - 15:28

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): ولسي جرګې پلاوى وګوماره څو د جرګې د لومړي مرستيال په ټاکنه کې د درغلۍ په اړه د حميدزي لالي ادعا وڅېړي.

د ملي شورا د ژمي رخصتيو له پاى ته رسېدو وروسته او شپږم "امتيازي" کال د شپاړسمې دورې له پيل سره سم د کب "اولسمه، اتلسمه، نولسمه او نن" د دې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

په دريو لومړيو ورځو کې د بدخشان د خلکو استازى عبدالرووف انعامي د منشي په توګه او د کابل د خلکو استازى عرفان الله عرفان د منشي مرستيال او پرون د ننګرهار استازى حاجي ظاهر قدير د جرګې د لومړي مرستيال په توګه و ټاکل شول.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ننګرهار استازو حاجي ظاهر قدير او ميرويس ياسيني، د کابل استازو عبدالحفيظ منصور او عبدالقادر ځاځي، د خوست د خلکو استازي همايون همايون او د کابل د خلکو استازي ذکريا ذکريا د لومړي مرستيال پوست ترلاسه کولو لپاره ځانونه نوماند کړي وو، خو يو يې هم اړينې رايې ترلاسه نه شوې کړاى.

پرون د کب ٢٢مه) په درېيم پړاو کې د کندهار د خلکو استازى محمد نعيم حميدزى لالى او صالح محمد سلجوقي د لومړي مرستيال څوکۍ ته نوماندان وو؛ خو لالي د ٨٩ او سلجوقي د ٦٨ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېدل چې پنځوس جمع يو رايې د جرګې له ١٩٣حاضرو غړو څخه ترلاسه کړي.

وروسته د جرګې د کورنيو دندو اصولو له مخې، د دوو نوماندو لپاره چې د ټولو کانديدانو تر منځ يې د لومړي مرستيال پوست د ټاکنو په دريو پړاوونو کې، ډېرې رايې ترلاسه کړې وې، د رايو صندقونه ورته کېښودل شول، يادو دواړو کسانو "همايون همايون ٩٩ او حاجي ظاهر قدير ٩٣ " رايې درلودې.

د جرګي غړو له رايو ورکولو څخه وروسته، د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي اعلان وکړ چې حاجي ظاهر قدير د ١٣٨ موافقو رايو په ترلاسه کولو د جرګې لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو او همايون ونه توانېد چې د ٣٦ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره دې څوکۍ ته لار ومومي.

خو حميدزي لالې د جرګې نننۍ غونډه کې ادعا وکړه چې د ده او سلجوقي تر منځ په ټاکنو کې درغلي شوې ده او د جرګي منشي عرفان الله عرفان سپينې رايې زياتې کړې دي.

همداراز نوموړي زياته کړه چې تېره ورځ د جرګې نصاب په داسې حال کې ٢٠٩ کسان اعلان شو چې حقيقت کې ٢١٠ کسان وو.

هغه ادعا وکړه، که ياد موارد په پام کې ونيول شي، نصاب ته په پام سره د نوموړي د رايو شمېر لوړېږي او بايد ټاکنې څلورم پړاو ته تللې وای.

نوموړي په کتبي ډول د جرګې له اداري پلاوي څخه وغوښتل څو دا موضوع وڅېړي.

خو عرفان الله عرفان وويل چې هغه درغلي نه ده کړې او که ثابته شي، چمتو دى چې نه يوازې د منشي مرستيال له څوکۍ، بلکې د جرګې له غړيتوب څخه به هم استعفا وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.