کابل (پژواک، ٢٣کب ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د سيمې ځينې نور هېوادونه هم بايد د افغان سولې خبرو اترو کې شامل شي، څو د هغوى اندېښنې له منځه ولاړې شي او افغانستان کې سوله ټينګه شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل او اسلام اباد کې د افغانستان ، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ د څلور اړخيزو غونډو څلورمه ناسته چې د افغانستان د سولې نقشې لارې په هکله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو اسلام اباد کې د مارچ پر لومړۍ اونۍ موافقه وشوه؛ خو طالبانو د سولې مذاکراتو کې له ګډون څخه ډډه وکړه او دا خبرې وځنډول شوې.
په ورته وخت کې نن د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت وسله والې ډلې حزب اسلامي ويلي دي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کې برخه اخلي.
د مشرانو جرګې دويم مرستيال حسيب الله کليمزي نن د دې جرګې لومړۍ غونډه کې چې د ژمې رخصتيو له پاى ته رسېدو څخه وروسته جوړه شوه، وويل: "سوله د افغان ولسونو سخته اړتيا ده، تلپاتې سوله زموږ هيله ده چې تر دې دمه موږ ترې محروم يو."
خو نوموړي زياته کړه: "د افغانستان جګړه طالبانو او حکومت ترمنځ نه ده؛ که د سيمې او د نړۍ زبرځواکو هېوادونو ګټې له خطر سره مخامخ وي، افغانستان کې به سوله ټينګه نه شي، دولت بايد د سولې پروسه کې د سيمې او زبرځواکو هېوادونو اندېښنه لرې کړي."
نوموړي کابل او اسلام اباد کې څلور اړخيزو غونډو ته د اشارې ترڅنګ زياته کړه چې دولت بايد د ايران او روسيې په څېر د سيمې هېوادونه چې د سولې خبرو اترو په اړه اندېښنه لري، شامل کړي.
د کليمزي په وينا، که د سولې خبرو اترو کې نور هېوادونه ورګډ شي، مذاکرات به نور هم اعتبار ومومي او هېواد کې د سولې ټينګښت په برخه کې به د هغوى مسووليت مننه نوره هم زياته شي.
هغه زياته کړه: "د افغانستان ستونزه د افغانستان، پاکستان او طالبانو تر منځ نه ده؛ دا د نړۍ جګړه ده چې افغان ولس يې د خپل لاس اله ګرځولې او د افغانستان خاوره يې د خپلو پوځي لانجو ډګر ګرځولى دى."
هغه همداراز زياته کړه چې افغان دولت دې هېڅکله هم دومره د سولې خبرو اترو ته خوښ نه وي، چې د افغان ځواکونو له تمويل او سنبالولو څخه د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې لاس په سر شي.
د مشرانو جرګې دويم مرستيال وړاندې وويل چې د افغانستان دولت دې په هوښيارتيا ګام پورته کړي او ټول پوځيان دې جګړې ته چمتو کړي، له نړيوالې ټولنې دې وغواړي چې د افغان ځواکونو د تجهيز او ملاتړ په برخه خپلې ژمنې تر سره کړي.
په ورته وخت کې د مشرانوجرګې لومړي مرستيال فرهاد سخي وويل چې د مجلس اندېښنه همدا ده چې نړيوالې ټولنې په تېر يو نيم کال کې د افغان امنيتي ځواکونو د سنبالتيا او تمويل په برخه کې خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
فرهاد سخي چې د نننۍ غونډې مشري يې کوله، وويل چې افغان سوله رښتونې همکارۍ او د سيمي او زبرځواکو هېوادونو ګډون ته اړتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن