ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې د کلدارو چلښت د افغانۍ ارزښت کم کړی”

“په ننګرهار کې د کلدارو چلښت د افغانۍ ارزښت کم کړی”

author avatar
13 Mar 2016 - 14:29
“په ننګرهار کې د کلدارو چلښت د افغانۍ ارزښت کم کړی”
author avatar
13 Mar 2016 - 14:29

جلال اباد (پژواک، ۲٣ کب ۹۴): د ننګرهار ولايت هټۍ وال او اقتصادي کارپوهان وايي چې د پاکستانۍ کلدارو چلند په دغه ولايت کې پر افغانۍ خلک بې باوره کړي دي.

د ډاکتر نجيب الله د رژيم له نسکورېدو وروسته د يو شمېر ولايتونو په څېر په ننګرهار ولايت کې هم د افغانۍ  پر ځای پاکستانۍ کلدارۍ چلېږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په دې اړه سيمه ييز کمېسيون ګومارلی و، څو د کلدراو مخه ونيسي او د افغانيو چلند ته لاره هواره کړي؛ خو دا تګلاره بريالۍ نه شوه.

د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکېټ يوه صراف عبدالوکيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ۹۵ سلنه پاکستانۍ کلدارۍ چلېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ته ډېر خلک او دولتي مامورين خپل معاشونه راوړي او پر پاکستانۍ کلدارو يې تبادله کوي، خو د هغو کسانو سلنه ډېره کمه ده چې کلدارۍ پر افغانيو بدلوي.))

د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل: ((همدا اوس مې خپل معاش ترلاسه کړ او غواړم پر کلدارو يې واړوم، په افغانيو د توکو پير ډېر تاوان لري؛ ځکه هټۍ وال يې په نيمه بيه اخلي.))

د نوموړي په وينا، دولتي مامورين معاشونه هسې هم کم وي؛ نو که په افغانيو توکي وپېري تاوان به وکړي؛ ځکه په ننګرهار کې هټۍ وال سيکړه نه مراعتوي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې جدي اقدام وکړي او يوه ټاکلې موده دې اعلان کړي چې تر هغې وروسته هېڅوک نه شي کولی پر پاکستانۍ کلدارو پير او پلور وکړي.

ده زياته کړه: ((ولسمشر دې ولايتي ادارې ته يوه اوونۍ وخت ورکړي، دوی مجبورېږي چې د پاکستانۍ کلدارو مخه ونيسي، دا کار په عامه پوهاوي نه کېږي بايد جديت نه کار واخيستل شي.))

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمدبشير دوديال پژواک اژانس ته وويل چې د کلدارو چلند د افغانيو ارزښت او اعتبار ته زيان رسوي.

دوديال وايي: ((د پيسو اعتبار او چلند په ګردش کې دی، که موږ خپله کرنسۍ کلدارو ته اړوو او بيا په کلدارو توکي پېرو دا زموږ د پيسو اعتبار خرابوي.))

نوموړی زياتوي چې د صرافۍ په مارکېټونو کې پر کلدارو د افغانيو تبادله او نه چلند صرافانو ته ګټه رسوي؛ خو همدا کار د افغانيو د زيان لامل دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.